منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
په هرمز تنګي کې د متحده عربي اماراتو د دوو تېل وړونکو کښتیو له کاره لوېدو وروسته د عملې یو غړی وژل شوی دی، په داسې حال کې چې ایران د دې پېښې د څرنګوالي په اړه بېل نظر څرګند کړی دی.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې

متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران پدې اړه بیا ضد او نقیض راپورنه خپاره کړي دي.

متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې ایران په هرمز تنګي کې دوه کښتۍ په توغندیو ویشتلي، چې له امله یې د عملې یو غړی وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د اماراتو د دفاع وزارت پر ایکس (X) ټولنیزه شبکه لیکلي: "د دفاع وزارت اعلان کوي چې ملي ټانکرونه «مومباسا» او «الباهیه» د هرمز تنګي په سویلي لاره کې، د عمان په ساحلي اوبو کې، د دوو ایراني کروز توغندیو لخوا په نښه شوي دي."

په دې برید کې د عملې یو غړی چې د هند تبعه و، وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي، چې د څلورو کسانو روغتیايي حالت "نازک" ښودل شوی دی. په ټپیانو کې شپږ هنديان او دوه اوکراینیان شامل دي. وزارت زیاته کړې چې په دواړو کښتیو کې اور لګېدلی و، خو اوس کنټرول شوی دی، که څه هم کښتیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

ایران د اماراتو ادعا ردوي
ایران ویلي چې د امریکا پوځ دا دوه لویې کښتۍ (سپرتانکرز) هڅولې وې ترڅو له هرمز تنګي څخه په یوه "غیر مجاز" لاره تېرې شي، چې وروسته وویشتل شوې.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په یو بیان کې راغلي چې امریکایي ځواکونو څو کښتۍ هڅولې وې چې په دې ستراتیژیکه لاره کې له یوې "غیر قانوني" لارې څخه د تېرېدو هڅه وکړي. د بیان له مخې، دواړو کښتیو خپل د نیویګیشن سیسټمونه بند کړي وو او د هرمز تنګي د سمندري امنیت کنټرول مرکز تکراري خبرداریو ته یې پام نه و کړی، چې ورسره یې نور سمندري تګ راتګ له خطر سره مخ کړی و.

سپاه پاسداران زیاتوي چې کښتیو هڅه کوله له یوې داسې لارې تېرې شي چې "ماینونه" پکې شتون درلود او وروسته له کاره ولوېدې. په بیان کې په ښکاره دا نه دي ویل شوي چې کښتۍ چا ویشتلي او نه یې هم د برید مسوولیت په مستقیمه توګه منلی دی. خو خبرداری یې ورکړی چې له امریکا سره همکاري او د ماین لرونکو لارو کارول به د هرمز تنګي د بیا خلاصېدو مخه ونیسي او نړیوال د انرژۍ بحران به نور هم ژور کړي.

د بریتانیا د سمندري ادارې  راپور
بل خوا، د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې ویلي چې د یوې بلې کښتۍ له کپتان څخه یې راپور ترلاسه کړی چې کښتۍ یې د عمان د قلهات ښار شمال ختیځ ته په ۴۰ سمندري میله فاصله کې د یوې ناڅرګندې وسیلې لخوا ویشتل شوې ده. دغې ادارې ویلي چې چارواکي په دې اړه څېړنې کوي او نورو کښتیو ته یې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په سیمه کې نظامي کړکېچ وروسته له هغه خورا زیات شو چې امریکا په پرله پسې دریمه شپه پر ایران بریدونه وکړل. امریکا وايي دا بریدونه په هرمز تنګي کې د ایران د وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره کوي. د هرمز تنګي، چې د نړۍ د تېلو پنځمه برخه ترې تېرېږي، د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ تر ټولو حساسه نقطه ده.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ