د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
اسرائيلو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند پلان ته د حماس تر ځواب وروسته، د خپلو بریدونو د سمدستي پای ته رسولو امر ته په نه پاملرنې سره، ټوله شپه پر غزې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی دی.
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي / AA

اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي

اسرائيلو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند پلان ته د حماس تر ځواب وروسته، د خپلو بریدونو د سمدستي پای ته رسولو امر ته په نه پاملرنې سره، ټوله شپه پر غزې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی دی.

اوسېدونکو د شنبې په سهار وختي راپور ورکړ چې اسرائيلي ټانکونو د غزې ښار په مرکزي برخه کې پر ثلاثیني سړک، چې یوه مهمه لار ده، وروسته له هغه توپچي بریدونه وکړل چې ټرمپ پر اسرائيلو د غزې د بمبارۍ د بندولو غږ وکړ.

عیني شاهدانو ویلي چې جنګي الوتکو د رمال په ګاونډ کې پر څو کورونو هم بریدونه کړي او په ټول ښار کې یې چاپې زیاتې کړې دي.

د النور مرکز شاوخوا سیمو باندې د  توپچي بریدونو شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې کورنیو د وتلو هڅه کوله، چې له امله یې ډیری بې ځایه شوي خلک پر سړکونو ویده کېدو ته اړ شول.

ځایي رسنیو ویلي چې اسرائيلي جټ الوتکو او توپچي ځواکونو د شپې لخوا د غزې په ختیځو سیمو کې "پرله پسې او سخت بریدونه" کړي، په داسې حال کې چې ملکي وګړي له سیمې تښتېدل.

په خان یونس کې هم د اسرائيلي بریدونو راپور ورکړل شوی، که څه هم تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه سمدستي راپورونه نشته.

د غزې د ملکي دفاع ویاند، محمود صابر بصل وویل، چې دا ښار له نه دومداره بمباریو سره مخ دی.

هغه وویل: "غزې ښار په دې شېبه کې د اسرائيلو تر وحشیانه او بې رحمه بمبار لاندې دی."

مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی چې ملکي وګړي لا هم خورا زیانمنونکي دي، او ډیری یې د وتلو د امرونو له مخې له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي، خو بیا هم په لارو او خلاصو سیمو کې پرې بریدونه شوي دي.

ټرمپ پر اسرائيلو غږ کړی و چې "سمدستي د غزې بمباري ودروي ترڅو موږ وکولای شو برمته شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره راوباسو."

هغه د خپل اوربند پلان ته د حماس ځواب یو "مهم ګام" وباله او ویې ویل چې خبرې اترې روانې دي.

خو د تاوتریخوالي وروستي زیاتوالي داسې ښودله چې د اسرائيلو په پوځي چلند کې لږ بدلون راغلی.

اوسېدونکو ویلي، وروسته له هغه چې حماس د امریکا د وړاندیز په اړه خپله اعلامیه خپره کړه، په یو ساعت کې دننه بریدونه نور هم شدید شول.

د اسرائيلو پوځ تر اوسه د وروستیو بمباریو په اړه څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې ویلي چې بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې حماس په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

ملګرو ملتونو، چې په غزه کې یې نسل وژنه اعلان کړې، او بشري سازمانونو په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی چې غزه، چې د ۲.۴ میلیونه خلکو کور دی، د محاصرې او نږدې پرله پسې بمباریو له امله له قحطۍ، ناروغیو او ډله ییزې بې ځایه کېدنې سره مخ ده.

په ورته وخت کې، د ټرمپ پلان ته د حماس د نسبي ملاتړ په اړه په خپل لومړي غبرګون کې، د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې اسرائیل د وړاندیز شوي اوربند پلان د لومړي پړاو پلي کولو ته چمتووالی نیسي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د اسرائيلو حکومت به د امریکا له ادارې سره کار ته دوام ورکړي ترڅو جګړه د هغو اصولو سره سمه پای ته ورسوي چې اسرائيلو ټاکلي او د ولسمشر ټرمپ له لیدلوري سره سمون لري."

رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائيلو پوځ ته لارښوونه شوې چې په غزه کې خپل بریدونه کم کړي، او تمه کیږي چې خبرې اترې به ډېر ژر پیل شي.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي