په هند کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د چورو ولسوالۍ ته نږدې رامنځته شوه. د هند هوايي ځواک ویلي، په دې پېښه کې دوو پیلوټانو د مرګوني ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

/ AA

په هند کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د هند د راجستان په ایالت کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله دوو پيلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د چورو ولسوالۍ ته نږدې رامنځته شوه. د هند هوايي ځواک ویلي، په دې پېښه کې دوو پیلوټانو د مرګوني ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د هند هوايي ځواک زیاته کړې چې په دې پېښه کې د جېګوار جنګي الوتکه د یوې عادي روزنیر ماموریت پر مهال لویدلې ده .

په بیان کې ویل شوي چې پدې پيښه کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی، او د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د جېګوار الوتکه په اصل کې د بریتانیا او فرانسې ګډه جوړېدلې الوتکه ده.

د روان کال په اپرېل میاشت کې هم یو پیلوټ هغه مهال ووژل شو کله چې بله جېګوار جنګي الوتکه د ګجرات په لویدیځ ایالت کې راولوېده.