د تورکیې د وسله والو ځواکونو ۸ تنه سرتیري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې چوکاټ کې په شهادت ورسیدل.

د عراق له شمال څخه خواشینونکی خبر...

/ AA

د تورکیې د وسله والو ځواکونو ۸ تنه سرتیري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې چوکاټ کې په شهادت ورسیدل.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت  پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ،

"د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۶مه، د پنجې – چابي د  عملیاتو په سیمه کې په ۸۵۲ ارتفاع کې په یوې څمڅه کې چې د ترهګریز سازمان د غړو استفاده کیده  د پلټنې عملیاتو په جریان کې ګڼشمیر سرتیري د میتان ګازو له امله مسموم شول . په لومړني پړاو کې ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل چې وروسته دا شمیره ۸ ته لوړه شوه.

په بیان کې راغلي دي چې مونږ پدې پیښه کې د شهید شوو اتلو سرتیرو لپاره د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت ، د هغوې دردلیدلي کورنیو ، خپلوانو، تورکیې وسله والو ځواکونو او تورکیې ملت ته د صبر غوښتنه کوو. "

په بیان کې راغلي دي چې ځیني سرتیري اوس هم د تداوۍ لاندې قرار لري.