چین امریکا په غزه کې د اسرائیلو لخوا د روانې نسل وژنې شریک وباله

چین د یکشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې چې د امریکا د بشري حقونو په اړه دی، وویل چې امریکا په غزه کې د نسل وژنې شریک دی. دا راپور د دولتي شورا د معلوماتو دفتر لخوا چمتو شوی او د دولتي رسنۍ شینهوا نیوز لخوا خپور شوی.

/ AA

چین د یکشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې چې د امریکا د بشري حقونو په اړه دی، وویل چې امریکا په غزه کې د نسل وژنې شریک دی. دا راپور د دولتي شورا د معلوماتو دفتر لخوا چمتو شوی او د دولتي رسنۍ شینهوا نیوز لخوا خپور شوی.

د ۲۰۲۴ کال کې  په اړه په خپور شوي راپور کې راغلي: "امریکا په غزه کې د نسل وژنې شریک  پاتې شوی دی." راپور زیاتوي چې واشنګټن اسرائیل ته "بې ساري پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ" برابر کړی دی.

راپور دا هم ویلي چې امریکا په پرله‌پسې توګه د اوربند د نړیوالو هڅو مخه نیولې ده. راپور زیاتوي چې واشنګټن اووه ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیکونه ویټو کړي چې په غزه کې د اوربند غوښتنه یې کوله.

په راپور د امریکا  لخوا د "یواړخیزو بندیزونو له زیاتې کارونې" هم نیوکه کړې او واشنګټن یې تورن کړی چې "د بشري کړکېچونو د زیاتېدو لامل ګرځېدلی" او په نړۍ کې "د یواړخیزو بندیزونو تر ټولو لوی کاروونکی" دی.

د غزې پر وړاندې د اسرائیلو جګړې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې نږدې ۶۱,۹۰۰ فلسطینیان وژلي دي، د سیمې روغتیا وزارت په وینا، دغه جګړه د غزې سیمه ویجاړه کړې او د لوږې تر پولې یې رسولې ده.

تېر نوامبر، د نړیوالې جزا محکمې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جګړې جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر کړل. اسرائیل همدارنګه د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې په قضیه کې مخامخ دی.