تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی په انقره کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د  درناوي له امله ګډون کوي، او زیاته یې کړه چې که دا غونډه بل ځای وای، نو ممکن دی نه وای ورغلی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر تورکیه د ناټو یو پیاوړی ځواک وباله چې د پام وړ نظامي وړتیاوې او په لویه کچه نظامي تجهیزات لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی په انقره کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د  درناوي له امله ګډون کوي، او زیاته یې کړه چې که دا غونډه بل ځای وای، نو ممکن دی نه وای ورغلی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال تورکیه په ناټو کې یو مهم پوځي ځواک وباله او ویې ویل چې د هغوی وړتیاوې ډېری وخت کمې اټکل کېږي. هغه د تورکیې پراخو نظامي تجهیزاتو او له واشنګټن سره اوږدمهاله دفاعي اړیکو ته اشاره وکړه.

ټرمپ وویل: "که دا سرمشریزه په تورکیه کې نه وای، زما په خیال زه به ورغلی نه وم. زه د ولسمشر اردوغان په درناوي هلته ځم."

دا څرګندونې له اردوغان سره د ټرمپ ښې شخصي اړیکې په داسې حال کې په ډاګه کوي چې په (ناټو) کې د تورکیې سیمه ییز او ستراتیژیک نفوذ په پراخېدو دی.

ټرمپ همداراز وویل چې دی ممکن داسې یو ګام پورته کړي چې تورکیه به "ډېره خوشحاله" کړي؛ دا خبره هغه مهال وشوه چې له نوموړي څخه د اېف-۳۵ (F-35) جنګي الوتکو او جیټ انجنونو په اړه د انقرې د غوښتنې پوښتنه وشوه.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دی تورکیې ته له "یوې لویې ډالۍ" سره ځي، ټرمپ د تورکیې د ناټو غړیتوب ته اشاره وکړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د کتنې پر مهال وویل: "وګورئ، هغه (ولسمشر رجب طیب اردوغان) د ناټو غړی دی... هغه د ناټو یو پیاوړی غړی دی."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "هو، زه به احتمالا داسې یو کار وکړم چې هغه به ډېر خوشحاله کړي."

ترکیه چمتووالی نیسي چې د جولای په ۷مه او ۸مه په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې کوربه توب وکړي.

مارک روټه په خپل وار وویل چې ترکیه د دفاعي صنعت "خورا لویه" اډه لري.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې