نیپا ویروس څه شی دی چې په سویلي اسیا کې یې وېره خپره کړې ده؟

د هند په لویدیځ بنګال کې د نیپا ویروس وروستیو پېښو په سویلي او سوېل ختیځه اسیا کې نوې اندېښنې راپورته کړې دي. د ټایلنډ، مالیزیا او نورو ګاونډیو هېوادونو چارواکو د احتیاط په توګه په هوايي ډګرونو کې معاینات زیات کړي دي.

By
نیپا ویروس څه شی دی چې په سویلي اسیا کې یې وېره خپره کړې ده؟ / Reuters


د هند په لویدیځ بنګال کې د دې ناروغۍ د وروستیو پېښو له امله ګاونډیو هېوادونو روغتیايي معاینات سخت کړي دي، په داسې حال کې چې ساینسپوهان دا نادره خو وژونکی ویروس له انسان څخه انسان ته د خپرېدو نښو لپاره تحقیقات کوي.

د هند په لویدیځ بنګال کې د نیپا ویروس وروستیو پېښو په سویلي او سوېل ختیځه اسیا کې نوې اندېښنې راپورته کړې دي. د ټایلنډ، مالیزیا او نورو ګاونډیو هېوادونو چارواکو د احتیاط په توګه په هوايي ډګرونو کې معاینات زیات کړي دي.

که څه هم دا ویروس نادر دی، خو د مړینې لوړه کچه او له انسان څخه انسان ته د لېږد وړتیا یې د روغتیايي چارواکو لپاره د ناروغۍ د خپرېدو څارنه لومړیتوب ګرځوي. ساینسپوهان وضعیت له نږدې څاري او د وېرې پر ځای پر هوښیارۍ ټینګار کوي.

خو نیپا ویروس څه شی دی، او خلک باید څومره اندېښمن وي؟

نیپا ویروس څه شی دی؟

نیپا یوه نادره ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له اخته څارویو، په ځانګړي توګه د میوو له شپېرکانو څخه، انسانانو ته خپرېږي. دا ناروغي کېدای شي نښې ونه لري، خو ډېری وخت خورا خطرناکه وي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د ناروغۍ د تشخیص او مدیریت لپاره د ځايي روغتیايي سیسټم د وړتیا له مخې د مړینې کچه یې له ۴۰ څخه تر ۷۵ سلنې پورې ده.

د کارپوهانو او د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول اروپایي مرکز په وینا، که څه هم دا ویروس له یوه کس څخه بل ته هم خپرېدای شي، خو دا کار په اسانۍ نه کوي، او د ناروغۍ خپرېدل معمولاً کوچني او تر ډېره حده محدود وي. احتمالي واکسینونه تر جوړېدو لاندې دي، خو تر اوسه کوم یو هم نه دی تایید شوی.

دا څومره عام دی؟

نیپا په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې په مالیزیا کې وپېژندل شو. له هغه وخت راهیسې، تقریباً هر کال یې کوچنۍ وباګانې رامنځته کېږي، چې ډېری یې په بنګله دېش کې دي. په هند کې هم کله ناکله خپرېږي.

د وبا د چمتووالي نوښتونو ایتلاف په وینا، چې د نوو ناروغیو ګواښونه څاري او د هغوی پر وړاندې د طبي وسایلو د جوړولو لپاره مالي ملاتړ کوي، د ډسمبر تر میاشتې پورې په ټولیزه توګه ۷۵۰ پېښې ثبت شوې وې، چې له ډلې یې ۴۱۵ ناروغان مړه شوي دي.

نښې یې څه دي؟

د نیپا لومړنۍ نښې لکه تبه، سردرد او د وجود د غړو درد ځانګړې نه دي او کېدای شي له نورو ناروغیو سره غلطې شي. وروسته بیا عصبي نښې راڅرګندېدای شي چې د مغزو د شدید التهاب (acute encephalitis) ښکارندويي کوي، او ځینې خلک د تنفس له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

نښې معمولاً له اخته کېدو څو ورځې وروسته تر دوو اونیو پورې څرګندېږي، که څه هم په ځینو مواردو کې د ناروغۍ د پراختیا اوږده دوره هم لیدل شوې ده. روغتیايي چارواکي وايي چې ژر تشخیص خورا مهم دی، ځکه چې د عصبي نښو له څرګندېدو وروسته ناروغي په چټکۍ سره خرابېدای شي.

داسې انګېرل کېږي چې ماشومان او زاړه، او همدارنګه هغه کسان چې نورې روغتیايي ستونزې لري، د دې ناروغۍ له سختې بڼې سره د مخ کېدو له ډېر خطر سره مخ دي.

په سختو حالاتو کې، ناروغ د غشي کېدو (seizures) سره مخ کېږي او په څو ورځو کې کوما ته ځي. ډېری خلک چې روغ شي، په بشپړه توګه ښه کېږي، خو ځینې یې له اوږدمهاله عصبي ستونزو سره مخ پاتې کېږي.

موږ باید څومره اندېښمن شو؟

ساینسپوهان وايي، که څه هم نیپا یوه خطرناکه ناروغي ده او د مړینې کچه یې لوړه ده، خو تر اوسه یې د انسانانو ترمنځ د ډېر خپرېدو یا په اسانۍ سره په ټوله نړۍ کې د خپرېدو نښې نه دي ښودلې.

ګاونډي هېواد پاکستان لا دمخه په هند کې د وضعیت په ځواب کې د احتیاط په توګه څارنه او په پولو کې معاینات سخت کړي دي، سره له دې چې تر اوسه یې د نیپا کومه تایید شوې پېښه نه ده لرلې.

په سویلي او سوېل ختیځه اسیا کې نورو هېوادونو هم په ځواب کې روغتیايي تدابیر پیاوړي کړي دي. د ټایلنډ، مالیزیا، سنګاپور، هانګ کانګ، اندونیزیا او ویتنام په هوايي ډګرونو کې له اغېزمنو سیمو څخه د راتلونکو مسافرو لپاره د کوویډ په څېر روغتیايي معاینات او د تودوخې کتل بیا پیل شوي دي.

په ورته ډول، نیپال په کټمندو او له هند سره په ځمکنیو پولو کې د راتلونکو مسافرو معاینه د احتیاطي ګام په توګه پیل کړې ده، که څه هم کومه ځايي پېښه نه ده تایید شوې.

په هرصورت، د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا د عامې روغتیا یوه مهمه اندېښنه پاتې ده، په ځانګړي توګه په هغو هېوادونو کې چې وباګانې یې ډېرې عامې دي. دا ناروغي د فارمونو د څارویو لکه خوګانو د ډله ییزې وژنې لامل هم کېدای شي چې د دې ویروس پر وړاندې حساس دي.

خو ساینسپوهان وايي، دا امکان لږ دی چې په ټوله نړۍ کې خپره شي – او دا هم په ګوته کوي چې د هوايي ډګر معاینات ممکن اغېزناک نه وي، ځکه چې دا ویروس د پراختیا اوږده دوره لري.

په دې انځور کې چې د سوورنابومي نړیوال هوايي ډګر د عامه اړیکو څانګې له خوا چمتو شوی، د قرنطین ډاکټران د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۵ مه، د ټایلنډ په ساموت پراکان کې په سوورنابومي نړیوال هوايي ډګر کې د هند له لویدیځ بنګال څخه د راغلو مسافرو حرارتي سکنینګ څاري. / AP

کوم واکسینونه او درملنه شته؟

اوسمهال د نیپا لپاره کوم تایید شوی واکسین یا درملنه نشته، که څه هم یو شمېر احتمالي واکسینونه تر ازموینې لاندې دي، په شمول د هغه یو چې د اکسفورډ پوهنتون د هغو ساینسپوهانو له خوا جوړ شوی چې د کوویډ-۱۹ یو واکسین په جوړولو کې یې هم برخه اخیستې وه.

د دوی د نیپا واکسین ورته ټیکنالوژي کاروي، او د ډسمبر په میاشت کې یې په بنګله دېش کې د اسهال ناروغیو د څېړنو نړیوال مرکز په همکارۍ او د CEPI په مالي ملاتړ دویم پړاو ازموینه پیل کړه.