چین درې امریکایي اتباع په سایبر جاسوسۍ تورن کړي او د نیولو په لټه کې دی

د چین پولیسو ویلي چې د شکمنو سایبري بریدونو په قضیه کې د درې کسانو په لټه کې دي چې  د امریکا د ملي امنیت ادارې ته جاسوسي کوي. د نوموړو کسانو نومونه د لټوونکو کسانو په لست کې شامل شوي دي.

Police said that Katheryn Wilson, Robert Snelling and Stephen Johnson engaged in cyberattacks. / AP

 چین درې تنه امریکايي اتباع د سایبري جاسوسۍ په تور د تورنولو له امله د لټوونکو کسانو په لست کې شامل کړل.

 د چین پولیسو ویلي چې د شکمنو سایبري بریدونو په قضیه کې د درې کسانو په لټه کې دي چې  د امریکا د ملي امنیت ادارې ته جاسوسي کوي. د نوموړو کسانو نومونه د لټوونکو کسانو په لست کې شامل شوي دي.

د شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د هاربین ښار پولیسو، چې د چین د هیلوینګجیانګ ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د سه شنبې په ورځ وویل چې کاترین ویلسن، رابرت سنیلینګ او سټیفن جانسن د فبرورۍ په میاشت کې د دې ښار د آسیایي ژمنیو لوبو باندې د سایبري بریدونو ترسره کولو تور لګول شوی دی .

چارواکو ادعا وکړه چې دغه سایبري بریدونه د امریکا د ملي امنیت ادارې  د ټیلرډ اکسس آپریشن دفتر لخوا ترسره شوي ترڅو د بریدونو سرچینه پټه کړي. هغوی د دې لپاره د اړوندو جعلي سازمانونو څخه کار اخیستی چې د مختلفو هېوادونو څخه IP ادرسونه واخلي او په اروپا او آسیا کې په بې نومه توګه سرورونه کرایه کړي.

د اژانس په وینا د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې برید کوونکو د لوبو پر مهمو سیسټمونو تمرکز کړی و چې په کې د اړوندو کسانو حساس شخصي معلومات شامل وو.

پولیسو وویل چې هغوی د هیلوینګجیانګ ولایت د مهمو زیربناوو برخو لکه انرژي، ترانسپورت، د اوبو سرچینې، مخابرات او د دفاعي څېړنې ادارو باندې هم بریدونه کړي دي.

راپورونه وایي چې شکمنو کسانو په پرله‌پسې ډول د چین د مهمو معلوماتي زیربناوو پر وړاندې سایبري بریدونه ترسره کړي او د هوواوې په څېر شرکتونو په نښه کولو کې یې برخه اخیستې ده.

د چین د سایبري امنیت د صنعت اتحاد په تېره میاشت کې په یوه راپور کې ادعا وکړه چې امریکا د نړۍ د موبایل صنعت پر ایکوسیستم باندې د "زیان رسوونکو سایبري فعالیتونو" له لارې بریدونه کوي.