نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
بلغاریایي څارنوالانو مخکې د وسلو په ډیپوګانو کې چاودنې له هغو ادعا شویو بریدونو سره نښلولې وې چې ویل کېږي د روسي ایجنټانو لخوا ترسره شوي دي.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.

سیمه ییزو رسنیو او چارواکو د شنبې پر ورځ وویل، د شپې لخوا د بلغاریا په مرکزي برخه کې د وسلو د ساتنې په یوه ډیپو کې چاودنې اور لګیدنه رامنځته شوې ده؛ دا په تېرو څو اونیو کې د مهماتو په یوه تاسیسات کې دویمه اورلګېدنه ده.

په دغې اورلګېدنه کې چې د څاریوا لیوادا کلي ته نږدې رامنځته شوې او په سیمه ییزه کچه خپرو شویو ویډیوګانو کې د شپې اسمان روښانه کړی وو، د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ګابرووو  سیمه ییزې والې، کریستینا سیدورووا  د شنبې په لومړیو ساعتونو کې خبریالانو ته وویل: «اوس مهال اورلګیدنه د فابریکې د ذخیره کولو د اډې په ساحه کې روانه ده؛ دا له یوه ډیپو څخه بل ډیپو ته د اور د لمبو د خوریدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.»

سیمه ییزو رسنیو د امکو (EMCO) کمپنۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې اور په هغې سیمه کې لګېدلی چې د EMCO شرکت لخوا اداره کېږي؛ دغه شرکت تېره میاشت هم په بل تاسیسات کې د چاودنې شاهد و.

دا شرکت  د بلغاریایي وسلو سوداګر، امیلیان ګبریو لخوا اداره کېږي؛ بلغاریایي څارنوالان ادعا کوي چې نوموړی او د هغه تاسیسات په تېرو وختونو کې د روسي ایجنټانو د بریدونو هدف و.

په ۲۰۲۴ کال کې بلغاریا د شپږو روسي اتباعو د نیولو حکم صادر کړ، چې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې اوکراین او ګرجستان ته د صادریدونکو مهماتو د ډیپوګانو په ویجاړولو کې لاس درلود .

په هغه وخت کې څارنوالانو ویلي وو چې دوی کولی شي له موثقو شواهدو سره د بلغاریا د چاودنو، په ۲۰۱۵ کال کې د ګبریو د مسمومولو د هڅې، او په ۲۰۱۴ کال کې په چک جمهوریت کې د مهماتو د ډیپوګانو د چاودنو ترمنځ ارتباط ثابت کړي.

مسکو دا ټولې ادعاوې رد کړې دي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.