د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، تورکیه په ثابتو ګامونو د خپل "د تورکیې پېړۍ" لیدلوري پر لور روانه ده، چې موخه یې د هېواد کچه له عصري تمدنونو څخه لوړول دي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د نویو نوښتونو له لارې ملي یووالی او مقاومت نور هم پیاوړی کوي.
اردوغان د سه شنبې په ورځ د کلتور، ژبې او تاریخ لپاره د اتاترک په عالي شورا کې د تورکیې جمهوریت د بنسټ ایښودونکي، مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۸م تلین د نمانځغونډې پر مهال وویل: "موږ په هره برخه کې د پرمختګ لپاره یو ستر خوځښت په لار اچوو."
نوموړي یادونه وکړه چې د ترهګرۍ د ستونزې د حل په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی؛ هغه ستونزه چې د ده په وینا، تورکیه یې شاوخوا نیمه پېړۍ شاته ساتلې وه.
هغه وویل: "موږ نه یوازې د خپلو پولو دننه، بلکې له پولو بهر هم سوله، امنیت او ثبات پیاوړی کوو. موږ د نویو نوښتونو له لارې خپله کورنۍ جبهه لا پیاوړې کوو، ځکه چې دا د کورنیو او بهرنیو بریدونو پر وړاندې زموږ تر ټولو پیاوړې کلا ده."
د بې ثباتۍ او شخړو له چاپېریال سره سره، اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه د دولت او ملت ترمنځ د پیوستون پر مټ د یوه ګډ راتلونکي پر لور روانه ده.
هغه زیاته کړه چې حکومت به تر هغې ونه درېږي او کمزوری به نه شي، څو چې له ټولو شته سرچینو څخه په پوره ګټې اخیستنې او د نویو بریاوو او لاسته راوړنو له لارې یې هېواد یوه خورا پیاوړي موقف ته نه وي رسولی.
د خپلو خبرو په پای کې، اردوغان د تورکیې جمهوریت د بنسټ ایښودونکي، مصطفی کمال اتاترک د مړینې ۸۸م تلین ونمانځه او وژل شویو سرتېرو او غازیانو ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.






















