نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکایي سناتورانو پر ټرمپ غږ کړی چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق پر وړاندې کلک دریځ ونیسي
د ۴۰ څخه د ډېرو دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې د اشغال شوې سیمې د الحاق لپاره هر ډول اسرائیلي اقدام به د دوه دولتونو د حل لارې چانسونه کمزوري کړي.
امریکایي سناتورانو پر ټرمپ غږ کړی چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق پر وړاندې کلک دریځ ونیسي
امریکایي سناتورانو پر ټرمپ غږ کړی چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق پر وړاندې کلک دریځ ونیسي / Reuters

امریکایي سناتورانو پر ټرمپ غږ کړی چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق پر وړاندې کلک دریځ ونیسي

د ۴۰ څخه د ډېرو دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې د اشغال شوې سیمې د الحاق لپاره هر ډول اسرائیلي اقدام به د دوه دولتونو د حل لارې چانسونه کمزوري کړي.

د اکسویس (Axios) لخوا د ترلاسه شوي یوه لیک له مخې، له ۴۰ څخه ډېرو دیموکراتو سناتورانو د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د برخو د الحاق کولو لپاره د اسرائیلو د هر ډول اقدام پر وړاندې یو ډېر کلک عامه دریځ غوره کړي.

د سناتور ادم شیف په مشرۍ دغو قانون جوړونکو د الحاق د ردولو په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ او د هغه له ادارې یې وغوښتل چې "د دوه دولتونو د حل لارې د عملي کېدو او د ابراهیم تړونونو د بریا د ساتلو لپاره ګامونه وهڅوي."

په لیک کې زیاته شوې: "څرنګه چې ستاسو د غزې لپاره پلان د لوېدیځې غاړې په اړه څه نه وايي، نو دا اړینه ده چې ستاسو اداره ستاسو څرګندونې پیاوړې کړي او د الحاق سره خپل مخالفت په ډاګه کړي."

سناتورانو د دې خبرداري په ورکولو سره چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق لپاره د اسرائیلو غیرقانوني هڅه به "د دوه دولتونو د حل لارې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو له لارې د دایمي سولې هیلې کمزورې کړي"، دا هم یادونه وکړه چې دا ډول اقدام "د ابراهیم تړونونو له مخې د ټرمپ پخوانۍ لاسته راوړنې او د هغوی د لا پراخولو امکان" له خطر سره مخ کوي.

په لیک کې ویل شوي: "موږ خوښ یو چې برمته شوي کسان خوشې شوي دي، او دا حیاتي ده چې غزې ته بشري مرستې په چټکۍ ورسیږي." لیک زیاته کړې چې امریکا باید هغه ګامونه رد کړي چې د خبرو اترو له لارې د دوه دولتونو د حل لارې امکان کمزوری کوي.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ډېر بریدونه

د فلسطین د یوه حکومتي بنسټ، د استعمار او دیوال مقاومت کمیسیون، د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له پیل راهیسې، د اسرائیلو پوځ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه، د ختیځ بیت المقدس په ګډون، له ۱۰۱۴ څخه ډېرې ورانکارۍ ترسره کړي دي، چې په کې ۳۶۷۹ ودانۍ په نښه شوي. په دې کې ۱۲۸۸ د اوسېدو کورونه او ۲۴۴ غیر مسکوني کورونه شامل دي، او د کورونو او نورو تاسیساتو لپاره یې د ورانولو ۱۶۶۷ خبرتیاوې صادرې کړي دي.

ځايي چارواکو ویلي چې له دوو کلونو څخه ډېر مخکې د غزې جګړې له پیل راهیسې، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له ۱۰۵۶ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، شاوخوا ۱۰۳۰۰ ټپیان شوي، او تر ۲۰۰۰۰ ډېر نیول شوي دي، چې په کې ۱۶۰۰ ماشومان هم شامل دي.

تېر کال د جولای په میاشت کې په یوه تاریخي نظر کې، د عدالت نړیوالې محکمې د فلسطین د خاورې اشغال د اسرائیلو لخوا غیرقانوني وباله او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې یې د ټولو استوګنځایونو د تخلیه کولو غوښتنه وکړه.

 

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري