افغانستان
4 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان په پوله له خونړیو نښتو وروسته پاکستاني پوځیان د تیارسئ حالت ته راغلي دي.
پاکستاني پوځیان د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره پر پوله  کې  د تیارسئ لوړ حالت ته داخل شول. دا وروسته له هغه چې د اونۍ په پای کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په سختو نښتو کې  لسګونه کسان ووژل او حتا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام یې ځانته راواړاوه.
د افغانستان او پاکستان په پوله له خونړیو نښتو وروسته پاکستاني پوځیان د تیارسئ حالت ته راغلي دي.
د افغانستان او پاکستان په پوله له خونړیو نښتو وروسته پاکستاني پوځیان د تیارسئ حالت ته راغلي دي. / AP

د افغانستان او پاکستان په پوله له خونړیو نښتو وروسته پاکستاني پوځیان د تیارسئ حالت ته راغلي دي.
په پوله سختو جګړو لسګونه کسان وژلي او په وچه کې راګیر افغانستان ته یې د توکو د لېږد لارۍ بندې کړي دي.

پاکستاني پوځیان د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره پر پوله  کې  د تیارسئ لوړ حالت ته داخل شول. دا وروسته له هغه چې د اونۍ په پای کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په سختو نښتو کې  لسګونه کسان ووژل او حتا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام یې ځانته راواړاوه، چې ویلي یې دي کولی شي د دې شخړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د صنایعو یوه استازي وویل، وروسته له هغه چې پاکستان د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې لارې وتړلې، د دواړو ګاونډیو ترمنځ سرحدي سوداګري په ټپه ودرېده او په دواړو غاړو کې په لسګونو باروړونکي موټر بندې پاتې دي.

د ویلو ده چې پدې نښتو کې د دواړو خواوو د لسګونو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی شوی دی چې د شنبې په شپه پیل شوې وې. دا په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د طالبانو تر بیا راتګ وروسته د دواړو ګاونډیو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه ده.

د دواړو لورو ترمنځ، چې یو وخت پیاوړي متحدین وو، تاوتریخوالی وروسته له هغې رامنځته شو چې اسلام اباد له طالبانو وغوښتل د هغو ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات کړي دي، او ویې ویل چې هغوی په افغانستان کې له امن پټنځایونو څخه فعالیت کوي.

طالبان بیا دا ردوي چې د تحریک طالبان پاکستان  ترهګر د دوی له هیواده پر پاکستان بریدونه کوي.  تحریک طالبان پاکستان  یوه منع شوې ډله ده چې د پوځ او ملکي وګړو پر وړاندې د ځینو خونړیو بریدونو مسؤلیت لري. د دواړو هیوادونو ترمنځه اوږدې غرنۍ پولې  تحریک طالبان پاکستان  ته اجازه ورکوي په نسبي اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

د ترهګرۍ په شتون کې سوداګري نشته

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي، رویټرز ته وویل چې پر پوله "اوسنی وضعیت" عادي دی خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

د پاکستان یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي وویل، چې د موټرو او پیاده تګ راتګ لپاره د پولو په تړلو سره، پر پوله د پاکستان ټول دولتي دفترونه چې سوداګریزې او نورې اداري چارې پرمخ وړي، تړل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال، ضیاء الحق سرحدي وویل: "باروړونکي موټر، د کانټینرونو او لاریو په ګډون، د پولې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي."

هغه وویل: "پر تازه مېوو او سبزیجاتو سربېره، دوی وارداتي، صادراتي او ترانزیټي سوداګریز توکي لېږدوي او دواړو هېوادونو او سوداګرو ته د میلیونونو روپیو زیان رسوي."

پاکستان په وچه کې راګیر او بېوزله افغانستان ته د توکو او خوراکي توکو د رسولو اصلي سرچینه ده.

دغې جګړې د ټرمپ پام هم ځانته را اړولی، چې ویلي یې دي ډېر ژر به پر دې موضوع تمرکز وکړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ له واشنګټن څخه اسرائیلو ته د سفر پر مهال په "ایر فورس ون" الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "زه اورم چې اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده."

ټرمپ وویل: "ما وویل، زه باید تر بېرته ستنېدو پورې انتظار وکړم. تاسو پوهېږئ، زه یوه بله [جګړه] هم حل کوم، ځکه زه د جګړو په حل کولو او د سولې په راوستلو کې ښه یم."

د پاکستان پوځ ویلي، چې د اونۍ په پای کې په نښتو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې نهه سرتېري یې وژل شوي دي.

خو دواړه لوري ادعا کوي چې مقابل لوري ته یې خورا ډېره مرګ ژوبله اړولې ده، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.

پاکستان ویلي، چې تر ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی متحد جنګیالي یې وژلي دي، په داسې حال کې چې افغانستان ویلي، چې ۵۸ پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه یې بریدونه درولي دي.

وپلټۍ
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو