تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه د "لا عادلانه نړۍ" جوړولو لپاره په نړۍواله کچه هلې ځلې کوي.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست  وايي چې   ولسمشر اردوغان تر مشرۍ لاندې، تورکیه په دوامداره توګه  د یو ټول شموله  نړیوالو ادارو د بیا جوړښت لپاره مبارزه کوي .
00:00
تورکیه د "لا عادلانه نړۍ" جوړولو لپاره په نړۍواله کچه هلې ځلې کوي.
/ Archivo AFP

د تورکیې جمهوریت د عامه اړیکو  ریاست د نړیوالې حکومتولۍ اصلاح په اړه د خبرو اترو د هڅولو لپاره په ۲۰ هیوادونو کې د نړیوالو پینلونو لړۍ پیل کړې ده.

دا نوښت، "یوه لا  عادلانه نړۍ شونې ده" تر عنوان لاندې، د هیواد د ستراتیژیک عامه اړیکو فورم پروګرام د یوې برخې په توګه پلي کیږي.

په اتریش، سویس، هنګري، هالنډ او جرمني کې د غونډو وروسته، دا لړۍ د سه شنبې په ورځ په روم کې دوام پيدا کړ. همداشان په پام کې ده چې دا لړۍ  په راتلونکي کې د اروپا په مهمو پلازمینو کې د فورمونو د  جوړولو سره دوام ومومي .

د تورکیې جمهوریت د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون په یو ویډیویي پیغام کې وویل، "زموږ د ولسمشر اردوغان شعار چې  'نړۍ له پنځو څخه لویه ده' د نړیوال نظام د بیا جوړولو لپاره پر عدالت بنسټ یو پیاوړی پیغام دی."

دلته 'پنځه' د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو: امریکا، برتانیا، فرانسه، روسیه او چین ته اشاره کوي.

دا نوښت د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په اړه په ځانګړي ډول د نړیوال دیپلوماتیک د لمنخه تللو اغیزو  د بیا راژوندي‌ کولو لپاره د تورکیې هڅې منعکس کوي. د ولسمشر اردوغان تر مشرۍ لاندې، تورکیه په دوامداره توګه د نړیوالو ادارو د بیا جوړولو لپاره په ډیر ټول شموله ډول مدافعه کوي.

راتلوونکی ګام څه دی؟

د پینل لړۍ به د فبروري په میاشت کې په انګلستان، پولنډ، بلجیم او فرانسه کې د غونډو سره دوام ومومي.

التون ټینګار وکړ چې فورمونه د حکومتونو، مدني ټولنې سازمانونو، رسنیو او مطالعاتي‌  مرکزونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره اسانتیا رامنځته کول هدف  لري.

التون وویل، "موږ یوازې ستونزې نه په ګوته کوو، بلکې د حل لارو باندې تمرکز کوو،" او دا یې زیاته کړه چې تورکیه "پوره  باور لري چې د ګډو نړیوالو هڅو له لارې یوه عادلانه نړۍ شونې ده."

دا نوښت په داسې وخت کې پیل کیږي چې د نړیوالو ننګونو په حل کولو کې د څو اړخیزو ادارو د اغیزمنتیا په اړه زیاتیدونکي انتقادونه شتون لري.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله