فرانسه د یکشنبې په سهار د هغو پیښو سره راویښه شوه چې سړکونه پر کنډوالو بدل شوي وو او د ګرانۍ پر وړاندې لاریونونه په "سخت" تاوتریخوالي بدل شول او په ټول هېواد کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې، ډله ییز چور او تالانونه او اور لګېدنې رامنځته شوې.
دا د تاوتریخوالي ډکې پېښې یوازې څو اونۍ د زده کوونکو له سترو لاریونونو وروسته پیل شوې چې په ټول هیواد کې ژوند چارې فلج کړې وې. همداشان دا پیښې په فرانسه کې د ولسمشرۍ له ټاکنو نه چې د مکرون ځای ناستی به ټاکي شپږ میاشتې مخکې ترسره کیږي.
د پاریس ښاروال ایمانویل ګریګوار وویل چې د نقاب پوښو ځوانانو ډلو پارک شوي موټرونه سوځولي او هټۍ یې لوټ کړې دي، او زیاته یې کړه چې په ښار کې ځینې سړکونه "په بشپړه توګه ویجاړ شوي" دي.
د فرانسې لومړي وزیر سباستین لیکورنو لاریونونه او مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتل په کلکه توګه وغندل او اعلان یې وکړ چې ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.
لیکورنو وویل: "دا یوه معجزه ده چې د مرګ ژوبلې کچه له دې لوړه نه ده."
د تاوتریخوالي پېښې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د ګرانۍ ضد لاریونونو پر مهال پیل شوې. د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دغو لاریونونو کې ۵۵۰ زره کسانو ګډون کړی و.
خو د عمومي کار کنفدراسیون اتحادیې، چې په لاریونونو کې یې ګډون کړی و، د ګډونوالو شمېر ۸۰۰ زره کسان وښود.
پولیسو د هغو لاریونوالو پر وړاندې له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو څخه کار واخیست، چې پر دوی یې بېلابېل توکي او اورلوبې (پټاقۍ) بریدونه کول.
د هېواد په سویل کې په سینټ ایټین ښار کې یوه ۱۷ کلن هلک د هغې پټاقۍ د چاودنې له امله خپل ښي لاس له لاسه ورکړ چې د پولیسو پر خلاف کارول شوې وه.
چور تالان (لوټماري)
د لاریونونو پر مهال او له هغې وروسته، د ځوانانو هغو ډلو چې د ښارونو په سړکونو کې ګرځېدل، کله ناکله له پولیسو سره نښتې کولې، اورونه یې لګول او هغو هټیو ته ننوتل چې تړلې وې .
چور تالان د هغې ویجاړوونکې ورځې زیانونه لا پسې درانه کړل چې پکې عامه ودانۍ هم په نښه شوې وې.
په ډېرو ښارونو کې د ښاروالیو پر ودانیو بریدونه وشول.
د سیمې د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ چې له ۱۴۰ کلونو څخه زیاته مخینه لري، د هغو نقاب پوښو لاریونوالو له خوا وسوځول شوه له امله يي ودانۍ ته په پراخه کچه زیان اوښتی دی.
په مارسیل (Marseille) او لیل (Lille) ښارونو کې د ښاروالۍ دوو ودانیو ته هم خلک په زور ورننوتي او زیان یې ورته رسولی دی.
'انقلاب'
په فرانسه کې د «ژېړ واسکټو» غورځنګ، چې اته کاله وړاندې یې د مکرون د حکومت لخوا د تېلو د مالیاتو د زیاتوالي د پلانونو پر ضد لاریونونه کړي وو، د شنبې په ورځ د «ژېړ واسکټو او ځوانانو» د لاریونونو غږ وکړ.
د دې لاریونونو اصلي لامل د ژوند هغه ګراني وه چې په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې د منځني ختیځ د جګړې د اغېزو له امله د انفلاسیون اقتصادي (پړسوب) د چټک لوړوالي له امله رامنځته شوې ده.
ځینو لاریونوالو د اوسنیو پېښو او د ۱۷۸۹ کال د فرانسې د انقلاب ترمنځ ورته والی په ګوته کړ.
په مارسیل کې ځینې لاریونوال چې د ښاروال دفترونو ته په زور ننوتل، چیغې یې وهلې: "دا یو انقلاب دی، موږ باستیل (Bastille) نیسو!"
د عالي لیسې د زده کوونکو د استازولۍ مشر ریاد راني په پاریس کې خبریالانو ته وویل: "حکومت لړزیږي، او په لړزېدو کې حق په جانب دی. ځکه کله چې د فرانسې خلک غوسه شي، هېڅکله پر شا نه ځي."


















