نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
د اوکراین د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین په کییف او خارکیف سیمو د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

یادې ادارې ویلي چې په کییف کې، روسي ځواکونو د اوبوخیف په ولسوالۍ کې پر یوې تولیدي او زېرمه کوونکې ودانۍ برید کړی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه برید د اور لګېدنې لامل شو چې وروسته کابو او مړ کړی شو، په داسې حال کې چې د ژغورنې کارکوونکو د ړنګې شوې ودانۍ د خاورو او ملبې پاکولو ته دوام ورکړی دی.

د یادې ادارې په وینا، د شمال ختیځ خارکیف ښآر په ایزیوم سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.

پر لوژستیکي تاسیساتو د روسیې بریدونه

بلخوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر لوژستیکي او بندري بنسټونو او همدارنګه پر هغو بار وړونکو بېړیو بریدونه کړي، چې د دوی په ادعا د اوکراین وسله والو ځواکونو ته یې پوځي او د دوه ګونې کارونې اکمالات لېږدول.

وزارت ویلي چې په دغو هدفونو کې په خمیلنیتسکي (Khmelnytskyi) کې یو لوژستیکي مرکز، د ولین (Volyn) ښار په کویل (Kovel) کې د ټرانسپورټ او لوژستیک یو مرکز او درې هغه بار وړونکې بېړۍ شاملې وې چې د اودیسا ښار په ریني  بندر کې یې خپل توکي کښته کول.

دغه راز ادعا شوې چې روسي ځواکونو پر یوې بلې هغې بار وړونکې بېړۍ هم برید کړی چې اوکراین ته یې پوځي تجهیزات لېږدول او د اودیسا بندر پر لور روانه وه.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د روسیې هوایي دفاعي سیسټمونو تېره شپه د روسیې په ۱۵ بېلابېلو سیمو کې ۱۳۶ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې شنډې او له منځه وړې دي.

وپلټۍ
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي