نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په اکوادور کې د زندانونو د ناآرامۍ ترټولو وروستۍ پیښه د ماچالا په زندان کې رامنځته شوه.
چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ماسپښین د اکوادور په یوه زندان کې لږ تر لږه ۲۷ بندیان د ساه بندیدو له امله مړه وموندل شول، چیرې چې په سهار کې د وسله والې بلوا له امله څلور نور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان شوي وو.
په اکوادور کې د زندانونو د ناآرامۍ ترټولو وروستۍ پیښه د ماچالا په زندان کې رامنځته شوه.
په اکوادور کې د زندانونو د ناآرامۍ ترټولو وروستۍ پیښه د ماچالا په زندان کې رامنځته شوه. / AFP

په اکوادور کې د زندانونو د ناآرامۍ ترټولو وروستۍ پیښه د ماچالا په زندان کې رامنځته شوه.

چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ماسپښین د اکوادور په یوه زندان کې لږ تر لږه ۲۷ بندیان د ساه بندیدو له امله مړه وموندل شول، چیرې چې په سهار کې د وسله والې بلوا له امله څلور نور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان شوي وو.

د زندانونو چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې د ایل اورو ولایت په ماچالا زندان کې ۲۷ تنه د خپل منځۍ نښتو له امله وژل شوي . ویل کیږي نوموړي کسان د ساه بندیدو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

چارواکو ویلي چې دوی لاهم د "پیښو د بشپړ روښانه کولو" لپاره کار کوي، او د عدلي طب کارکوونکي د معلوماتو د تایید لپاره په سیمه کې دي.

د اکوادور زندانونه د سیالو نشه یي توکو د قاچاق وړونکو ډلو لپاره په عملیاتي مرکزونو بدل شوي، چې د دغو ډلو ترمنځ په جګړو کې له ۵۰۰ څخه ډیر بندیان وژل شوي دي. دا ډلې د دې غیرقانوني خو ګټورې سوداګرۍ د کنټرول لپاره سیالي کوي.

ځايي اوسیدونکو د زندان له دیوالونو څخه د ډزو، چاودنو او د مرستې لپاره د چیغو غږونه اوریدلي دي.

د اکوادور د زندانونو ادارې یو بیان خپور کړی چې پکې ویل شوي د سهار په تاوتریخوالي کې څلور کسان مړه شوي، پداسې حال کې چې ۳۳ بندیان او یو پولیس ټپي شوي دي. د پولیسو ځانګړو ټیمونو د بلوا له پیلیدو سمدستي وروسته زندان ته ننوتل او کنټرول یې بیرته ترلاسه کړ.

خو ادارې د وژل شویو کسانو هویت نه دی مشخص کړی او نه یې هم تایید کړې چې ایا دا تاوتریخوالی د ډلو ترمنځ د جګړې بله پیښه وه.

داسې انګیرل کیږي چې تاوتریخوالی د ځینو بندیانو د لیږدولو له پلانونو سره تړاو لري چې د ولسمشر ډینیل نوبوا د حکومت لخوا په بل ولایت کې جوړ شوي نوي لوړ امنیتي زندان ته لیږدول کیږي، چې ټاکل شوې پدې میاشت کې پرانیستل شي.

د سپتمبر په پای کې، د ماچالا په زندان کې په یوې بلې وسله والې نښتې کې ۱۳ بندیان او یو د زندان چارواکی وژل شوي وو.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ