د امریکا ولسمشر ټرمپ: کیدای شي چې امریکايي ځواکونه نایجریا ته واستول شي، یا پرې هوايي بریدونه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا پوځ کیدای شي نایجریا ته ځواکونه واستوي یا هوایي بریدونه ترسره کړي ترڅو هغه څه ودروي چې ده د لویدیځې افریقا په دغه هیواد کې د لوی شمېر عیسویانو وژنه بللې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ: کیدای شي چې امریکايي ځواکونه نایجریا ته واستول شي، یا پرې هوايي بریدونه وکړي

د امریکا ولسمشر ټرمپ: کیدای شي چې امریکايي ځواکونه نایجریا ته واستول شي، خو اوکراین ته د توماهاک توغندیو ورکول رد کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ماښام دا څرګندونې هغه مهال وکړې کله چې هغه په فلوریډا کې له خپلې رخصتۍ وروسته واشنګټن ته ستنېده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا پوځ کیدای شي نایجریا ته ځواکونه واستوي یا هوایي بریدونه ترسره کړي ترڅو هغه څه ودروي چې ده د لویدیځې افریقا په دغه هیواد کې د لوی شمېر عیسویانو وژنه بللې ده.

کله چې د یکشنبې په ورځ د "ایر فورس ون" الوتکه کې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا هغه په نایجریا کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو یا هوایي بریدونو تصور کوي، هغه خبریالانو ته وویل: "کیدای شي. زما مطلب دی، نور شیان. زه د ډیرو شیانو تصور کوم. هغوی په نایجریا کې په بې ساري شمېر عیسویان وژني... هغوی عیسویان وژني او په ډیر لوی شمېر یې وژني."

هغه زیاته کړه: "موږ به اجازه ورنکړو چې دا پیښ شي."

ټرمپ د شنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که د افریقا تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد د عیسویانو د وژنې مخه ونه نیسي، نو د نایجریا پر وړاندې به پوځي اقدام وکړي.

د امریکا د ولسمشر د پوځي اقدام ګواښ یوه ورځ وروسته له هغې راغی چې د هغه ادارې نایجریا بیا د "ځانګړې اندیښنې وړ هیوادونو" په لیست کې شامله کړه، هغه هیوادونه چې امریکا وايي مذهبي ازادۍ یې تر پښو لاندې کړې دي.

اوکراین ته د توماهاک توغندي

په ورته وخت کې، هغه دا هم وویل چې هغه په ریښتیا سره اوکراین ته د اوږد واټن توماهاک توغندیو ورکولو ته پام نه کوي.

کله چې د "ایر فورس ون" الوتکې په سپرلۍ یوه خبریال له هغه وپوښتل چې ایا هغه اوکراین ته د دغو وسلو ورکولو ته پام نه کوي، ټرمپ ځواب ورکړ: "نه، په ریښتیا نه."

د توماهاک توغندي شاوخوا ۱،۰۰۰ میله (۱،۶۰۰ کیلومتره) واټن لري او معمولا له کښتیو یا اوبتلونو څخه توغول کیږي.

تر دې مخکې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ ته ویلي وو چې اوکراین ته د اوږد واټن توماهاک کروز توغندیو هر ډول احتمالي سپارل به د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د شنبې په ورځ وویل چې کییف ته د وسلو لیږل به د هیڅ ډول جوړجاړي په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړي.