تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو یو ځل بیا د تورکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو جیوپولیټیک اهمیت په ډاګه کړی دی
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې د بلجیم د ملکې ماتیلډ سره لیدنه وکړه  او ویې ویل چې د ګمرکي اتحادیې نوي کول د تورکیې د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لور د "چټک پرمختګ لپاره یوه کلیدي برخه" ده.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو یو ځل بیا د تورکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو جیوپولیټیک اهمیت په ډاګه کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې له اوسنیو شرایطو سره سم د ګمرکي اتحادیې نوي کول د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب په لور د مزل د ګړندي کولو لپاره خورا مهم دي.

ولسمشر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د بلجیم له ملکې ماتیلډ سره د لیدنې پرمهال وکړې. د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د تورکیې او بلجیم پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.

دغه ریاست پر خپله اېکس (X) پاڼه لیکلي: "ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې په دفاعي نوښتونو کې د تورکیې ګډون د ټولو خواوو په ګټه دی."

اردوغان زیاته کړه چې تورکیه او بلجیم د سوداګرۍ، دفاعي صنایعو، انرژۍ او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لوی ظرفیت لري او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي کولو هڅې به دوام ومومي.

ولسمشر په نړیواله کچه د تورکیې مخ پر زیاتېدونکي ډیپلوماټیک رول ته په اشارې سره وویل چې هېواد به یې د روان کال د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې او د نوامبر له ۹مې څخه تر ۲۰مې پورې د COP31 اقلیمي کنفرانس کوربه وي.

د تورکیې ولسمشر یادونه وکړه چې شنه انرژي له بلجیم سره د همکارۍ یوه مهمه برخه ده او ټینګار یې وکړ چې ترکیه په اروپا کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو له مخکښو هېوادونو څخه دی.

په دغه لیدنه کې اردوغان هیله څرګنده کړه چې له ترکي سوداګریزو کړیو سره د ملکې ماتیلډ لیدنې به رغنده او عملي پایلې ولري.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
څنګه تورکیې په ۲۵ کلونو کې خپل دفاعي صنعت بدل کړ؟
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
د مکې تړون ولې مهم دی؟
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"