نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې پر دغه هېواد د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه، چې یو په کې په کییف کې ماشوم دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي / Reuters


مسکو پر اوکراین تور پورې کړی چې د روسیې په سویلي سیمه کې یې برید کړی، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او نورو ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې پر دغه هېواد د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه، چې یو په کې په کییف کې ماشوم دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، د پنجشنبې په ورځ وختي پر ټیلیګرام د بریدونو د نوې څپې خبر ورکړ او ویې ویل چې په ټپیانو کې څلور روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي. دغه کسان په "اوبولونسکي"  ولسوالۍ کې د یوې بیړنۍ غوښتنې پر مهال د توغندیو د ټوټو له امله ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې شپږ ټپیان په روغتون کې بستر شوي او نورو ته په بهرنۍ بڼه  درملنه شوې ده. دغو بریدونو استوګنیزو سیمو ته پراخ زیانونه اړولي او د توغندیو ټوټې په "پودیلسکي"  سیمه کې د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ پر شپږم پوړ لګېدلې دي.

کلیچکو زیاته کړه چې بیړني خدمات پر کار بوخت دي، ځکه په ښار کې په غیر استوګنیزو ودانیو او وسایطو کې اور لګېدلی دی. په "ډنیپرو" (Dnipro) کې هم د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. د سیمه ییزې ادارې مشر الکساندر ګانژا پر ټیلیګرام ولیکل: "په ډنیپرو کې د روسیې په برید کې یو کس وژل شوی دی."

د تورونو تبادله
بلخوا، روسیې پر اوکراین تور پورې کړی چې د دغه هېواد په سویلي سیمه "کراسنودار کرای"  کې یې برید کړی او دوه ماشومان یې وژلي دي. د یادې سیمې والي وینیامین کونډراتیف پر ټیلیګرام لیکلي: "په تواپسې  کې پر استوګنیزو ودانیو د ترهګریز ډرون برید له امله دوه ماشومان چې ۵ او ۱۴ کلن وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

د تیرې اونۍ په پای کې دواړو خواوو یو بل د اختر (ایسټر) د ۳۲ ساعته اوربند په ماتولو تورن کړل.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي