نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
اوکراین د روسیې په خاوره کې د جګړې په اوږدو کې ترټولو اوږد برید ترسره کړ
د اوکراین ځانګړو عملیاتي ځواکونو ویلي چې د روسیې په یامالو-نینیتس خودمختاره سیمه کې یې د بې ‌پیلوټه الوتکو په مرسته د ۳ زره کیلومترو په واټن سره دوه تاسیسات په نښه کړل.
اوکراین د روسیې په خاوره کې د جګړې په اوږدو کې ترټولو اوږد برید ترسره کړ
د اوکراین د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو اړوند وسایط

د اوکراین د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په خپل ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې دوی پرون د یاملو-نینیټس خودمختاره سیمه کې د نووي اورینګوی او پوروفسکي ګاز کنډنسیټ پروسس کولو فابریکو باندې بریدونه ترسره کړي.

په بیان کې یادونه شوې چې بې پیلوټه الوتکو د هدف لرونکو تاسیساتو د برید لپاره له ۳۰۰۰ کیلومترو څخه ډیر واټن وهلی، په دې توګه د جګړې له پیل راهیسې د روسیې پر تاسیساتو د اوکراین پوځ تر ټولو ژور (تر ټولو اوږد واټن) برید ترسره کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د اوکراین د ځانګړو عملیاتو ځواکونو بیان بیا خپور کړ او ویې ویل، "د دې دقیق برید او د اوږد واټن د وړتیا له امله مننه کوم. مهمه ده چې موږ د روسیې جګړې ته په بشپړ ډول پر حق ولاړ او داسې ځواب ورکړو چې روسیه یې په رښتینې توګه احساس کړي. هر دا ډول برید د روسیې هغه وړتیا کموي چې د دیپلوماسۍ لپاره اړینې پرېکړې ځنډوي."

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.