منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اروپايي ټولنې کمېشنره وايي، اسرائیلو د رفح له لارې غزې ته د ننوتو غوښتنه یې رد کړې ده
د برابرۍ لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنرې او د بحران مدیریت سرپرستې کمېشنرې، حاجیه لحبیب، ویلي چې هغې مصر ته د خپل سفر پر مهال پلان درلود چې غزې ته سفر وکړي، خو اسرائیلو ورته د ننوتو اجازه ورنه کړه.
د اروپايي ټولنې کمېشنره وايي، اسرائیلو د رفح له لارې غزې ته د ننوتو غوښتنه یې رد کړې ده
د اروپايي ټولنې کمېشنر وايي، اسرائیلو د رفح له لارې غزې ته د ننوتو غوښتنه یې رد کړې ده / AP

د اروپايي ټولنې کمېشنر وايي، اسرائیلو د رفح له لارې غزې ته د ننوتو غوښتنه یې رد کړې ده

حاجیه لحبیب وايي، اسرائیلو هغې ته غزې ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړې، چېرته چې هغې غوښتل بشري وضعیت له نږدې وارزوي.

د برابرۍ لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنرې او د بحران مدیریت سرپرستې کمېشنرې، حاجیه لحبیب، ویلي چې هغې مصر ته د خپل سفر پر مهال پلان درلود چې غزې ته سفر وکړي، خو اسرائیلو ورته د ننوتو اجازه ورنه کړه.

لحبیب وویل، په غزه کې هره ورځ فلسطینیان وژل کېږي او یادونه یې وکړه چې د وروستي اوربند له پیل راهیسې د ۶۷ ماشومانو په ګډون ۳۴۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

هغې وویل چې غوښتل یې وضعیت "له نږدې" وګوري، او زیاته یې کړه چې د اسرائیلو دې انکار "موږ سخت خواشیني کړو."

هغې وویل چې غزه د بشري مرستندویانو په ګډون د زرګونو خلکو لپاره په هدیره بدله شوې ده، او د هغو اټکلونو یادونه یې وکړه چې له مخې یې شاوخوا ۶۰۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.

هغې وویل: "دا (غزه) د نړۍ پر تر ټولو خطرناک ځای بدله شوې ده."

یو ناورین لرونکی ژمی را روان دی

د ژمي په رارسېدو سره، لحبیب وویل چې فلسطینیان د تګ لپاره هیڅ ځای او د ځان تود ساتلو لپاره هیڅ وسیله نه لري، او خبرداری یې ورکړ چې کارپوهان راتلونکی ژمی "ناورین لرونکی" بولي.

هغې ټینګار وکړ چې اوربند باید دوام وکړي او له نړیوالو قوانینو څخه بشپړ اطاعت د ملکي وګړو د ساتنې یوازینۍ لار ده.

هغې وویل چې د اوربند د چوکاټ له لومړي پړاو څخه دوهم پړاو ته لېږد اړین دی.

که څه هم د مرستو رسېدل یو مثبت ګام و، خو هغې وویل چې دا لا هم د اړتیا په پرتله یوازې یوه ډېره کمه برخه ده.

لحبیب پر اسراییلو غږ وکړ چې بشري موسسو ته اجازه ورکړي چې خپل کارونه ترسره کړي، او ویې ویل چې د تایید پروسه باید ګړندۍ شي.

هغې پر دې نیوکه وکړه چې ځینې مرستندویه توکي لکه خېمې او د خوب بکسې، د "دوه ګونې کارونې" توکو په توګه نومول شوي، او دا ډلبندي یې د نه منلو وړ وبلله.

هغې دا هم وویل چې اروپايي ټولنه د خپلو مالیه ورکوونکو پر وړاندې مسؤلیت لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي، او ټینګار یې وکړ چې له غزې سره باید مرسته وشي ترڅو "یوازې د ژوندي پاتې کېدو له حالت" څخه ووځي او د کورونو، ښوونځیو او زیربناوو بیارغونه پیل کړي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله