منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
د منځني ختیځ، آسیا، افریقا او لاتینې امریکا له ګوټ ګوټ څخه راغلي پلاوي یا له تالاره ووتل او یا هم خپل تر ټولو ټیټ ربته مامورین پریښودل، چې د عمومي اسامبلې د تالار لویه برخه یې خالي پریښوده.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
نتنیاهو

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په تالار کې د پنجشنبې په ورځ نږدې د ۷۰ هېوادونو پلاوي هغه مهال له تالاره ووتل  ، کله چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپله وینا پیل کړه ، او په غزه او ټوله سیمه کې یې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو په وړاندې په پراخه کچه اعتراض وکړ.

کله چې نتنیاهو د وینا ځای ته ورنږدې شو، لسګونو پلاوو په ګډه تالار پریښود. ځینو هېوادونو یوازې یو استازی یا ټیټ ‌پوړی دیپلومات پرېښود، په داسې حال کې چې ځینو نورو بیا په وینا کې هیڅ ګډون ونه کړ.

د انادولو د خبري اژانس د راپور له مخې، تورکیه، فلسطین، پاکستان، ټونس، سوریه، الجزایر، یمن، مصر، عراق، سعودي عربستان، اردن، ایران، قطر، لبنان، مالیزیا، اندونیزیا او کویټ د هغو هېوادونو په ډله کې ول چې استازو یې په لاریون کې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې، د اسپانیا، برازیل، پیرو، کیوبا، نایجیریا، ګانا، لیبیا، بنګله ‌دیش، افغانستان، عمان، نیجر، ماداګاسکر، بوتسوانا، باهاماس، انتیګوا او باربودا او کابو ورد پلاوي هم له تالاره وتلي یا په وینا کې غیرحاضر پاتې شوي دي.

د جنګي جرمونو پر وړاندې اعتراض

دا اعتراض په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې، په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د پالیسیو او په لبنان او سوریه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه د نړیوالو نیوکو په دوام کې وشو.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه خپلواکه پلټونکې کمېټه د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دې پایلې ته ورسېده چې اسرائیلو په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې نسل ‌وژنه ترسره کړې ده؛ اسرائیلو دغه موندنه رد کړې ده.

نتنیاهو همدارنګه د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د غزې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تړاو د نیول کیدو له حکم سره مخ دی.

د لوېدیځو هېوادونو څو پلاوي په سالون کې پاتې شول.

ټولو پلاوو له تالاره په وتلو کې ګډون ونه کړ. د امریکا، جرمني، ارجنټاین، هنګري، صربستان، اوکراین، چک جمهوریت او یونان استازي د نتنیاهو د وینا پر مهال په تالار کې پاتې شول.

بریتانیا، فرانسه، ایرلنډ، بلجیم او ناروې هم خپل استازي په تالار کې پریښودل، او د اروپايي ټولنې پلاوی هم هلته پاتې شو.

چین د یوه دیپلومات لخوا استازیتوب کیده، په داسې حال کې چې د متحده عربي اماراتو او بحرین پلاوي هم پر خپلو څوکیو پاتې شول؛ دغو دواړو هېوادونو د ابراهیم هوکړو له مخې له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې دي.

آسټرالیا، اتریش، کاناډا، پرتګال، پولنډ، ډنمارک، رومانیا، سلواکیا، ایستونیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، آیسلینډ، اذربایجان، قزاقستان، مکسیکو، کینیا او ایل سلواډور د هغو نورو هېوادونو له ډلې وو چې د وینا پر مهال یې استازي حاضر ول.

د پراخې وتنې له امله د عمومي اسمبلۍ د تالار لویه برخه په ښکاره ډول تشه پاتې شوه، په داسې حال کې چې نتنیاهو خپلې وینا ته دوام ورکړ.

 

وپلټۍ
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي