ایران د هرمز تنګي د ټرانزیټ له فیسونو څخه په کال کې د ۱۵ میلیارده ډالرو عایدو تمه لري

د ایران د پارلمان د رئیسه هیئت غړي، احمد نادري ویلي چې دا طرحه په پام کې لري چې د سمندري ټرانزیټ اړوند تادیات په "ریال" ترسره شي. هغه دا ګام په سیمه ییزه سوداګرۍ کې د ملي اسعارو د رول د زیاتولو لپاره یو اقدام وباله.

By
ایران د هرمز تنګي د ټرانزیټ له فیسونو څخه په کال کې د ۱۵ میلیارده ډالرو عایدو تمه لري / Reuters

د ایران د "ایسنا"  نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پارلمان یو تن غړي ویلي چې د هرمز پر تنګي د ایران د حاکمیت د رسمي کولو وړاندیز شوې طرحه د سیمه ییزو مالي میکانیزمونو له لارې د ملي اسعارو (ریال) د پیاوړي کولو په موخه ده.

د پارلمان د رئیسه هیئت غړي، احمد نادري ویلي چې دا طرحه په پام کې لري چې د سمندري ټرانزیټ اړوند تادیات په "ریال" ترسره شي. هغه دا ګام په سیمه ییزه سوداګرۍ کې د ملي اسعارو د رول د زیاتولو لپاره یو اقدام وباله.

نوموړي همدارنګه اټکل کړی چې په دغه ستراتیژیکه اوبلن لاره کې د سمندري تګ راتګ د مدیریت او تنظیم له لارې ترلاسه کېدونکی عاید به په کال کې د ۱۰ څخه تر ۱۵ میلیارده ډالرو پورې وي. هغه خبرداری ورکړ چې په ځینو تحلیلونو کې خپاره شوي لوړ ارقام "مبالغه" ده او د شته حقیقتونو سره سمون نه لري.

نادري، چې په پارلمان کې د تهران د خلکو استازی دی، د هرمز اړوند عایداتو په اړه د "جذباتي او غیر واقعي" انځورونو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا ډول څرګندونې ممکن د دښمنانو لخوا د ډیزاین شویو اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره مرسته وکړي.

د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ سخت ګډوډ شوی دی. په اسلام اباد کې د واشنګټن او تهران د وروستیو خبرو له ناکامۍ وروسته، د امریکا لخوا د سمندري کلابندۍ له اعلان سره تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

نږدې ۲۰ سلنه نړیوال تېل هره ورځ له دغه تنګي څخه تېرېږي، او د ناامنۍ زیاتوالي د تېلو بیې او همدارنګه د بار وړلو او بیمې لګښتونه لوړ کړي دي.