ولسمشر اردوغان: تورکیه د غزې د بیا پر پښو درولو لپاره خپل ټول وجود ډبرې لاندې اېښودو ته چمتو ده
ولسمشر اردوغان په استانبول کې جوړ شوی د ټي آر ټي ورلډ فورم ۹ غونډه په خپلې پرانیست وینا سره پرانیسته.
ولسمشر اردوغان: تورکیه د غزې د بیا پر پښو درولو لپاره خپل ټول وجود ډبرې لاندې اېښودو ته چمتو ده
ولسمشر اردوغان وویل: "تورکیه د غزې د ژر تر ژره بیا پر پښو درولو لپاره نه یوازې خپل لاس، بلکې ټول وجود د ډبرې لاندې اېښودو ته چمتو ده."
ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۵ ته خپله وینا د ګډونوالو نه په هرکلي سره پیل کړه.
اردوغان وویل، دا فورم د بشریت د ستونزو په اړه د مشورې کولو لپاره په یوه خورا ارزښتناک پلیټ فارم بدل شوی دی. هغه د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ادارې او کارکوونکو ته، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې په بریالیتوب سره د ټي آر ټي نړیوال فورم تنظیموي، له زړه له کومې مبارکي وویله.
اردوغان ټینګار وکړ چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون چې د تورکیې له ویاړلو بنسټونو څخه دی، د خپل انسان محوره خپرونو او د حقیقت غږ نړۍ ته رسولو له امله د ویاړ سرچینه ده.
هغه څرګنده کړه چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د عامه خپرونو مسؤلیت په ښه توګه ترسره کوي او د ټي آر ټي ورلډ فورم هم د دې ادارې د هغې تګلارې یوه غوره بېلګه ده چې نن ورځ په ۷ لویو وچو کې پېژندل شوې ده. اردوغان وویل: "تر دې دمه په بېلابېلو برخو کې نږدې زر ویناوالو په دې پلیټ فارم کې خپل نظرونه، موندنې او وړاندیزونه شریک کړي او نږدې لس زره ګډونوالو په حضوري توګه پروګرامونه تعقیب کړي دي. موږ هر کال د بېلابېلو سرلیکونو لاندې په اقتصاد، سیاست، امنیت، رسنیو، ټکنالوژۍ او نړیوالو اړیکو کې د نامتو شخصیتونو د نظرونو اورېدو فرصت موندلی دی."
ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې سږنی فورم د "نړیواله بیارغونه: له زاړه نظامه نويو حقیقتونو ته" تر عنوان لاندې جوړ شوی او زیاته یې کړه: "په راتلونکو دوو ورځو کې به د ۳۵ بېلابېلو هېوادونو ۱۳۲ تکړه ویناوال او تر ۲۰۰۰ ډېر ګډونوال د نړیوالو مسایلو لپاره پر نوښتګرو حل لارو خبرې وکړي. نړۍ او زموږ سیمه چې له کومو دردناکو حالاتو تېرېږي، په پام کې نیولو سره، داسې یو ګټور فکري چاپېریال بې له شکه ډېر اهمیت لري."
اردوغان دې ته په اشارې سره چې د بشریت راتلونکی ګواښوونکو ستونزو په اړه هر څومره ډېرې خبرې وشي او د متقابل درناوي په چوکاټ کې پرې بحث وشي، هغومره به حقیقي حل لارو ته ورسېږو، وویل:
"هیله لرم چې دلته به پر کومو مسایلو مشورې کېږي، کوم نظرونه به وړاندې کېږي او کوم غږونه به پورته کېږي، دا به د ټول بشریت د سولې او ارامۍ په لټون کې مرسته وکړي. هیله لرم چې دا فورم، چې نه یوازې د رسنیو بلکې د ډېرو نړیوالو مسایلو په اړه به هر اړخیز بحثونه ولري، بریالی وي. زه له مخکې څخه په خپل او د خپل ملت په استازیتوب له هغو مېلمنو مننه کوم چې په خپل ګډون، نظرونو او وړاندیزونو سره یې فورم ته ارزښت ورکړی دی."
ولسمشر اردوغان وویل، هره تېرېدونکې ورځ د یوه عادلانه، ټول شموله او هر اړخیز نړیوال سیسټم جوړولو اړتیا په ډاګه کوي.
اردوغان څرګنده کړه چې جګړو، نښتو، نابرابرۍ او بې عدالتۍ د ټول بشریت اجنډا نیولې ده او زیاته یې کړه: "اوسنی سیسټم، چې د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکو لخوا جوړ شوی، له بده مرغه د نن ورځې له واقعیتونو او اړتیاوو سره سمون نه خوري. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړو د غیر عادلانه جوړښت له امله د بشریت ګډو ستونزو ته حل لارې نشي موندلای. ډېری وختونه، سره له دې چې ستونزې او حل لارې دواړه روښانه وي، د نړۍ په ډېرو برخو کې بې ګناه خلک مري."
اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیې ویلي دي چې د بشریت برخلیک د پنځو هېوادونو رحم ته نشي پرېښودل کېدای او له همدې امله یې "نړۍ له پنځو څخه لویه ده" شعار پورته کړی دی. هغه وویل: "دا څرګنده ده چې دا سیسټم، چې حتی په لویو بشري ناورینونو او د بشري حقونو په ښکاره سرغړونو کې هم د پرېکړو په کولو کې ځنډ کوي، نویو افکارو، نویو همکاریو او البته، د اوسنیو شرایطو سره سم بیارغونې ته اړتیا لري. موږ ټولو په تېرو دوو کلونو کې په غزه کې پېښې ولیدې. د اسرائیل حکومت د دوو کلونو په ترڅ کې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې ۷۰ زره غزه وال شهیدان کړل، چې له ۲۰ زرو څخه ډېر یې ماشومان وو. زموږ ۱۷۰ زره فلسطینیان وروڼه د اسرائیلو په بریدونو کې ټپیان شول."
اردوغان پر غزې د اسرائیلو د بریدونو پایلو ته په اشارې سره وویل:
"په غزه کې تقریباً یوه سالمه ودانۍ هم نه ده پاتې. ښوونځي، کلیساګانې، جوماتونه او روغتونونه په قصدي توګه بمبار شول. اوس هم دوی څه وايي؟ اسرائیل بې ګناه دی. څنګه بې ګناه کېدای شي؟ اټومي وسلې، تر ټولو قوي بمونه او په هر وخت کې پر غزې د برید کولو امکانات له اسرائیل سره دي. نو څنګه بې ګناه کېدای شي؟ پرون موږ له دې حالت سره مخ شو او هلته مو لازمې خبرې وکړې. برعکس، دا بې ګناه نه دی، بلکې دا په خپله ظالم اسرائیل دی. په لاس کې یې اټومي وسلې او بمونه دي. هر ډول وسلې لري؛ لنډ واټنه، منځ واټنه او اوږد واټنه وسلې لري. څنګه بې ګناه کېدای شي؟ دا خبره څوک نه مني، په ځانګړې توګه موږ د تورکیې په توګه دا نه منو."
"اسرائیل دا مهال لوږه د یوې وژونکې وسلې په توګه په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې کارولې ده"
اردوغان په غزه کې د لوږې ناورین ته په اشارې سره دوام ورکړ:
"اسرائیل دا مهال لوږه د یوې وژونکې وسلې په توګه په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې کارولې ده. لږ مخکې مو پر پرده ولیدل. موږ هغه ماشومان ولیدل چې پوستکی او هډوکي پاتې وو او په لوږه سره دا ماشومان تادیب کېږي. د اسرائیل د درواغو پر بنسټ تبلیغاتي ماشین پر وړاندې ۲۷۰ خبریالان، چې د خپلو ژوندونو په بیه یې د سیمې حقیقتونه نړۍ ته رسول، ووژل شول. فلسطیني خبریالانو نه یوازې خپل ځانونه، بلکې خپل اولادونه هم له لاسه ورکړل؛ لکه څنګه چې لږ مخکې زموږ په ملګرو کې یوه وویل چې له ځانه پرته یې خپله مېرمن او اولادونه هلته له لاسه ورکړي دي. دوی په دې پروسه کې خپل مور او پلار هم د شهادت په توګه له لاسه ورکړل. زه په خواشینۍ سره وایم چې د دې ټولو پېښو پر مهال، هغه بنسټونه چې د نړیوالې سولې او ثبات د ساتنې دنده لري، د عام وژنې د مخنیوي، د نسل وژنې د درولو او د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره یې هېڅ ګام پورته نه کړ."
ولسمشر اردوغان وویل، حتی د عمومي اسامبلې پرېکړې چې په قاطع اکثریت تصویب شوې، په امنیت شورا کې د ګټو د محاسبې قرباني شوې دي او زیاته یې کړه:
"د دې پوهېدل او درک کول ممکن نه دي. زما وروڼو، دلته باید دا هم ووایم، نړیوالو رسنیو، د هغو رسنیزو بنسټونو په ګډون چې د ګیزي پارک پېښو پر مهال یې په استانبول کې کمپونه جوړ کړي وو، په غزه کې د داسې خبري ژبې په کارولو سره چې عاملین یې په دقت سره پټول، ناکام شول. د څو رسنیو او زړورو خبریالانو پرته، هېچا د مظلومو غزه والو غږ نړۍ ته ونه رساوه. زه باور لرم چې نړیواله مطبوعاتي ټولنه به د دې حساب کتاب، که څه هم ناوخته، په بې طرفه توګه وکړي."
اردوغان وویل، د هغو تړلو خبریالانو افشا کول چې خپل قلم، کامره، سکرین او کالم یې په غزه کې د نسل وژنې د جرمونو پټولو لپاره کارولی، د رسنیو د اعتبار لپاره خورا مهم دی. هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې، زه فکر کوم چې زموږ د ټي آر ټي هغه خپرونې چې د نسل وژنې له لومړۍ ورځې یې په ډېرې قربانۍ سره دوام ورکړی، خورا ارزښتناکه دي. ټي آر ټي، چې له غزې څخه یې د خبرونو جریان یوه شېبه هم ونه دراوه، د عاملینو په اړه د فایلونو په ارشیف کولو کې هم لوی بریالیتوب ترلاسه کړی دی. تر دې چې په دې لاره کې یې زموږ ورور، انځور اخیستونکی یحیی برزک د شهادت په توګه قرباني ورکړی دی. زه نن یو ځل بیا خپل ورور یحیی او هغه ټول خبریالان چې د اسرائیلو په بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی، په رحمت سره یادوم."
"تورکیه چمتو ده چې په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي"
اردوغان وویل چې د پروګرام په پیل کې یې په غزه کې د شهید شوو خبریالانو وصیتونه ولیدل او زیاته یې کړه: "انشاالله، د نړۍ وجدان به د یحیی برزک او نورو ۲۷۰ خبریالانو یاد ته درناوی وکړي او د هغو شواهدو په رڼا کې چې دوی د خپلو ځانونو په بیه راټول کړي دي، د نسل وژنې عاملین به د قانون پر وړاندې حساب ورکولو ته اړ کړي. تورکیه چمتو ده چې په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي. موږ چمتو یو چې په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې په ګډون په ټولو ځایونو کې لازم ګامونه پورته کړو."
ولسمشر اردوغان وویل چې د دوه کلن ظلم وروسته، په تېرو اونیو کې د تورکیې په ملاتړ د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند تړون وشو او په دې توګه غزه والو د لومړي ځل لپاره ارامه ساه واخیسته. هغه زیاته کړه:
"موږ وینو چې حماس د تړون په مراعتولو کې ډېر دقیق دی. خو اسرائیل بیا د تړون ماتولو او د خپلو عام وژنو د بیا پیلولو لپاره پلمې لټوي او فرصت ته په تمه دی. لکه څنګه چې وړمه ورځ یې بیا له سلو ډېر غزه وال شهیدان کړل چې ډېری یې ماشومان وو. هرڅوک د تړونونو په برخه کې د اسرائیل له ناوړه سابقې خبر دي. نو ځکه، د اوربند دوام، غزه والو وروڼو ته د بشري مرستو رسول او د غزې د بیارغونې پړاو ته ننوتل یوازې هغه وخت ممکن دي چې اسرائیل پر دې ټولو مجبور کړل شي. تورکیه د غزې د ژر تر ژره بیا پر پښو درولو لپاره نه یوازې خپل لاس، بلکې ټول وجود د ډبرې لاندې اېښودو ته چمتو ده. موږ به پرون، نن او سبا هم خپل فلسطیني وروڼه یوازې پرېنږدو او د دوه دولتي حل لارې څخه به دفاع ته دوام ورکړو. په دې وروستیو کې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو پرله پسې پرېکړې له دې پلوه خورا مهمې ګڼو. زه له هغو هېوادونو هم غواړم چې تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې، ژر تر ژره اقدام وکړي او د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني."
ولسمشر اردوغان دې ته په اشارې سره چې دوی تل اسانه نه، بلکې سخته لار غوره کړې، وویل: "د دې پر ځای چې کېنو او ننداره وکړو یا پر تېروتنو نیوکې وکړو، موږ عمل کول، مسؤلیت منل او د تیارو په رڼا بدلولو لپاره مبارزه غوره کړې ده. موږ هڅه کوو چې د خپل تمدن میلیونونه کیلومتره مربع جغرافیې هرې برخې ته سوله، عدالت، پیوستون او ارامي ورسوو."
ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیې نه یوازې په غزه کې، بلکې په هر بشري ناورین کې نوښت کړی دی او زیاته یې کړه: "موږ د روسیې-اوکراین جګړې، چې څلورم کال ته به ننوځي، د عادلانه او دایمي سولې له لارې د حل لپاره له لومړۍ ورځې مسؤلیت منلی دی. موږ له ښاغلي پوتین او ښاغلي زلنسکي دواړو سره په خبرو کې، په لومړي پړاو کې د اوربند او ورپسې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د هر ډول ملاتړ هوډ څرګند کړی دی. هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو لورو ترمنځ یوه منځنۍ لار وموندل شي او د دوو ګاونډیو ولسونو لپاره به یو ځل بیا په سوله کې د ګډ ژوند کولو لاره هواره شي. تورکیه به په دې برخه کې خپلو ټولو همکاریو ته دوام ورکړي."
- "هېڅ هېواد د ځان په خپلو پولو کې د بندي کولو عیاشي نه لري"
اردوغان ټینګار وکړ چې دوی د سومالیا او ایتوپیا ترمنځ د هغو اختلافاتو په حل کې هم مرسته کړې چې د یوه لوی کړکېچ د رامنځته کېدو احتمال یې درلود او په دې ډول یې دوام ورکړ:
"موږ د خپلو ورونو هېوادونو، افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېرو اونیو کې د رامنځته شوي کړکېچ په هواري کې هم مهم رول ولوباوه. زموږ د ملي استخباراتو ادارې (MİT) د منځګړیتوب هڅو، چې پر هېواد مو د باور څرګندونه کوي، په لنډ وخت کې پایله ورکړه او د دواړو لورو ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو. موږ له زړه غواړو چې دا تړون دایمي شي. زه دا خبره په پوره صداقت او زړه له تله کوم: په نننۍ نړۍ کې نور هېڅ هېواد د ځان په خپلو پولو کې د بندي کولو عیاشي نه لري. له جغرافياوي پلوه، هېڅ هېواد د دې اختیار نه لري چې د خپل ګاونډ او سیمې ستونزو ته شا کړي. نن که هغه غزه وي، افغانستان وي او یا سوډان وي، څوک چې د بې ګناه خلکو مرګ ته په دې سترګه ګوري چې 'دا زموږ ستونزه نه ده'، خو زه په ډاګه وایم، دوی به یوه ورځ پوه شي چې خبره داسې نه ده لکه دوی چې فکر کوي."
ولسمشر اردوغان وویل، هغه کسان چې په ډېره ځان غوښتنه کې د خپلو پولو هاخوا بېوزلۍ، جګړو او کړکېچونو ته پام نه کوي، نه یوازې انسانیت ته، بلکې خپلو اولادونو ته هم روښانه راتلونکی نشي ورکولای.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې داسې نړۍ چې هر څوک په کې د خپل ځان په غم کې وي، د ټولو لپاره به یې پای تیاره وي، وویل: "څوک چې د بې عدالتۍ په وړاندې چوپ پاتې شي، په هغه بې عدالتۍ کې شریک دی. مه هېروئ چې پر ظلم رضا کېدل هم ظلم دی. موږ د هغو خلکو په توګه چې د حساب پر ورځې ایمان لرو، پر ظلم رضا نشو کېدای او د بې عدالتۍ په وړاندې چوپ نشو پاتې کېدای. غواړم ستاسو پام په ځانګړې توګه دې ټکي ته راواړوم: له دومره امکاناتو، دومره ټکنالوژۍ او په تېرو شلو کلونو کې د ارتباطاتو له انقلاب سره سره، که له اسیا تر افریقا پورې ماشومان مري، نو موږ ټول مجبور یو چې له ځانه پوښتنه وکړو."
- "زه باور لرم چې موږ باید هغو تولیداتو ته ډېره پاملرنه وکړو چې انساني ارزښتونه په ګوته کوي"
اردوغان وویل چې دی باور لري چې ګډونوالو د خبریالانو او افرادو په توګه له سوډان څخه راغلي وحشتناک انځورونه تعقیب کړي دي او زیاته یې کړه: "د شمالي دارفور په پلازمېنه الفاشر کې د ملکي وګړو پر وړاندې عام وژنه هېڅ باوجدانه انسان نشي منلی او په وړاندې یې غلی او بې تفاوته نشي پاتې کېدای. تورکیه د الفاشر په ښار کې د ملکي وګړو پر وړاندې ترسره شوي ظلمونه په کلکه غندي. د الفاشر ښار او شاوخوا سیمو کې باید بریدونه پای ته ورسېږي او د بې ګناه ملکي وګړو عام وژنه باید سمدستي ودرول شي. موږ په دې برخه کې په صداقت او اخلاص سره هر هغه څه ته چمتو یو چې زموږ د ورورولۍ حق یې غوښتنه کوي. یوازې دومره چې د ورور وینه تویه نشي، یوازې دومره چې بې ګناه ماشومان، ښځې او ملکي وګړي ونه وژل شي. له تاسو رسنیو څخه هم هیله لرم چې د سوډاني ورونو غږ نړۍ ته په رسولو سره په دې مبارزه کې مرسته وکړئ."
ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون (TRT) د نړیوالې سولې لپاره د دوی په هڅو کې مهم رول لوبوي ترڅو دا هڅې د انسانیت په ګډه حافظه کې ځای ونیسي.
هغه وویل چې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون په هډانه کې نن ورځ د ۱۷ تلویزیوني چینلونو، ۱۷ راډیوګانو، ډیجیټل اپلیکیشنونو، سینمایي فلمونو، مستندو فلمونو او په بهرنیو ژبو ډیجیټل خبري پلټفارمونو سره د تورکیې غوره استازیتوب کوي او د ټي آر ټي ورلډ (TRT World) او ټي آر ټي عربي (TRT Arabi) ترڅنګ په ډېرو ویل کېدونکو ژبو د ډیجیټل خبري پلټفارمونو او په ۴۱ ژبو او لهجو د انټرنیټي او راډیويي خبرونو له لارې د نړۍ نیمایي نفوس ته خطاب کوي.
اردوغان وویل: "زموږ تورکیې ملي راډیو تلویزیون په داسې یوه زمانه کې چې لاسوهنه د رسنیو په یوه عادت بدله شوې، د مسؤلانه خپرونو زمینه پراخوي. په داسې وخت کې چې حقیقت د انګېرنو قرباني کېږي، دا اداره میلیاردونو خلکو ته د حقیقت پر بنسټ یو بدیل وړاندې کوي. غواړم ووایم چې موږ دا هڅې خورا ارزښتناکه ګڼو."
اردوغان دې ته په اشارې سره چې ترکي سریالونه د میلیاردونو خلکو لخوا په لېوالتیا کتل کېږي، وویل چې ټي آر ټي د سریالونو په صنعت کې هم مخکښ رول لري. هغه زیاته کړه چې د ټي آر ټي سریالونه په ۱۱۰ هېوادونو کې په ۵۰ ژبو خپرېږي او له دې لارې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ډېر خلک هم ښکلې ترکي ژبه زده کوي او هم د تاریخ، کلتور، او ملي او معنوي ارزښتونو سره اشنا کېږي.
"د ښځې او نارینه څخه جوړې کورنۍ تر بنسټ لاندې په حقیقت کې ډاینامایټ اېښودل کېږي"
ولسمشر اردوغان لاندې څرګندونې وکړې:
"دا ټکی هم خورا مهم دی: لکه څنګه چې تاسو هم پوهېږئ، د کورنۍ بنسټ له جدي بریدونو سره مخ دی. انحرافي اړیکې، ګمراه کوونکي حرکتونه او له انساني فطرت سره په ټکر کې یوځایوالی د ډیجیټل پلټفارمونو له لارې هڅول کېږي. ټولنیزې رسنۍ هم د دې فساد بهیر ته لمن وهي. د ښځې او نارینه څخه جوړې کورنۍ تر بنسټ لاندې په حقیقت کې ډاینامایټ اېښودل کېږي. د ازادۍ تر نامه لاندې هر ډول غیر اخلاقي کړنو ته مشروعیت ورکول کېږي. خلک یوازې د څو لایکونو لپاره د خپل شخصي حریم له ښکاره کولو څخه ډډه نه کوي. له بده مرغه، له دې کاره شرم هم نه کوي. زه باور لرم چې موږ باید د فردپالنې پر وړاندې ملت جوړونې ته، د ځان غوښتنې پر وړاندې پیوستون ته، د مجازي اړیکو پر وړاندې حقیقي اړیکو ته، یعنې هغه تولیداتو ته ډېره پاملرنه وکړو چې انساني او بشري ارزښتونه په ګوته کوي. په دې برخه کې، موږ په دودیزو او ډیجیټل رسنیو کې د کورنۍ پر بنسټ د سالم محتوا خپرولو لپاره د ټي آر ټي هڅې ستایو. زه له تاسو هیله لرم چې د خپل هېواد، ملت او انسانیت لپاره د غوره، سمو، ګټورو او اخلاقي شیانو په وړاندې کولو کې د رېټېنګ اندېښنو ته تسلیم نشئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ. خدای دې ستاسو لار او برخلیک روښانه کړي."
اردوغان د ټي آر ټي نړیوال فورم، چې نهمه غونډه یې جوړېږي، د ښو پایلو هیله وکړه او وې ویل چې دی په زړه باور لري چې د نړۍ د ګډې راتلونکې لپاره دا صادقانه هڅې او په غونډو کې وړاندې شوي نظریات او وړاندیزونه به د یوې عادلانه نړۍ لپاره لاره هواره کړي. هغه له تورکیې او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلو ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چې فورم ته یې ارزښت ورکړ.
د پروګرام یادښتونه
په پروګرام کې د ولسمشرۍ د اړیکو رئیس برهان الدین دوران او د ټي آر ټي عمومي رییس محمد زاهد سوباجي هم ویناوې وکړې.
په غزه کې د وژل شویو خبریالانو په یاد یو ویډیو کلیپ نندارې ته وړاندې شو او شپږو خبریالانو چې په پروګرام کې یې ګډون کړی و، په غزه کې اغوستل شوی خپل مطبوعاتي واسکټ ولسمشر اردوغان ته ډالۍ کړ.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس سوباجي له خپلې وینا وروسته ولسمشر اردوغان ته ډالۍ ورکړه.
غونډه د یادګاري عکس په اخیستلو سره پای ته ورسېده.