تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "(بنیامین) نتنیاهو د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه خپله څرګندونه د سیاسي موخو لپاره د تېر وخت د غمجنو پېښو د استثمار هڅه کوي."
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه  د اسرائیلو د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې
/ AA

تورکیې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو د لومړي وزیر هغه څرګندونې وغندلې او رد کړې چې د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه یې کړې وې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "(بنیامین) نتنیاهو د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه خپله څرګندونه د سیاسي موخو لپاره د تېر وخت د غمجنو پېښو د استثمار هڅه کوي."

وزارت زیاته کړه: "نتنیاهو، چې د فلسطیني خلکو پر وړاندې د ترسره شوي نسل وژنې په تور محاکمه کېږي، هڅه کوي هغه جرمونه پټ کړي چې دی او د هغه حکومت ترسره کړي دي."

وزارت وویل: "موږ دا څرګندونې غندو او ردوو، ځکه چې دا د تاریخي او قانوني حقایقو سره سمون نه لري."

تورکیه د دې پېښو د "نسل وژنې" په توګه د وړاندې کولو مخالفت کوي او دا یوه غمیزه بولي چې په کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.

انقرې څو ځله وړاندیز کړی چې د تورکیې او ارمنستان د تاریخپوهانو ګډه کمېټه، د نړیوالو کارپوهانو په ګډون، دې موضوع ته د رسیدګۍ لپاره جوړه شي.

اسرائیلو له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې نږدې ۶۳,۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي. پوځي برید دغه سیمه ویجاړه کړې، چې اوس د قحطۍ سره مخ ده او د ژوند لپاره نامناسبه ګرځېدلې ده.

تېر نوامبر میاشت کې ، د نړیوالې جزایي محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جنګي جرمونو او د انسانیت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر کړل.

اسرائیل د غزې پر وړاندې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی.

 

وپلټۍ
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.