تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د قرغزستان پلازمېنې بیشکیک ته سفر کړی دی، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په "الا آرچا" دولتي مېلمستون کې لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
اردوغان - پوتین

ولادیمیر پوتین په دې لیدنه کې ولسمشر اردوغان ته وویل چې تورکیه په بهرني سیاست او اقتصادي برخو کې د روسیې یو له ځانګړو شریکانو څخه ده. هغه زیاته کړه: "ګډې پروژې یو په بل پسې پلې کېږي. له دې جملې څخه یوه هم د اق کویو اټومي برېښناکوټ پروژه ده. تاسو سږکال د دغه سټیشن د لومړۍ برخې د فعالولو هدف ټاکلی و؛ دا به خامخا همداسې وشي."

پوتین همداراز وویل چې له تورکیې سره په کلتوري او بشري برخو کې د همکارۍ لوړ ظرفیت شتون لري او زیاته یې کړه: "تورکیې ته د روسي سیلانیانو بهیر مخ په ډېرېدو دی. تېر کال نږدې ۷ میلیونه روسي سیلانیانو له تورکیې لیدنه کړې وه."

ولسمشر اردوغان هم په خپلو خبرو کې وویل: "د تورکیې او روسیې اړیکې نن سبا د بل هر وخت په پرتله په خورا لوړه کچه کې دي. په تورکیه کې د روسي سیلانیانو شتون خورا ځانګړی اهمیت لري. نن زموږ د انتالیا ولایت د ګرځندوی تر ټولو لویه شبکه له روسیې څخه راغلي دوستان جوړوي. د دې ترڅنګ، لکه څنګه چې ښاغلي ولسمشر یادونه وکړه، د اق کویو اټومي سټیشن د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خورا مهم دی. موږ په کرنه او انرژۍ کې هم پیاوړې ګډه همکاري لرو."

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده