منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د یمن حوثیانو د اسرائیلو پر په جنوب کې د ایلات پر ښار د ډرون الوتکې برید کړی دی.
روغتیايي مسئولینو ویلي دي چې ، د اسرائيلو په جنوبي ښار ایلات باندې له یمن څخه د توغول شوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د برید له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
د یمن حوثیانو د اسرائیلو پر په جنوب کې د ایلات پر ښار د ډرون الوتکې برید کړی دی.
د یمن حوثیانو د اسرائیلو پر په جنوب کې د ایلات پر ښار د ډرون الوتکې برید کړی دی. / TRT Balkan

د یمن حوثیانو د اسرائیلو پر په جنوب کې د ایلات پر ښار د ډرون الوتکې برید کړی دی.

روغتیايي مسئولینو ویلي دي چې ، د اسرائيلو په جنوبي ښار ایلات باندې له یمن څخه د توغول شوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د برید له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائيلو ملي امبولانس خدمت راپور ورکړی چې په ټپیانو کې د دریو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د اسرائيلو یدیعوت احرونوت ورځپاڼې ویلي، چې ډرون د سرې بحیرې په غاړه پراته دغه ښار کې د ګرځندوی یو مهم مرکز، "مال هایم" سوداګریز مرکز ته نږدې لګېدلی دی.

د اسرائيلو پوځ تایید کړې چې بې پیلوټه الوتکه له یمن څخه توغول شوې وه او د مخنیوي له هڅو سره سره په ایلات کې غورځېدلې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې ډلې یې "د دوو ډرونونو په کارولو سره یو کیفي پوځي عملیات" ترسره کړي او ادعا یې کړې چې په ایلات کې یې دوه اسرائيلي ځایونه په نښه کړي او "په بریالیتوب سره یې خپل هدفونه ویشتلي دي."

دا برید د اسرائيلو او حوثیانو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په لړ کې شوی، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د غزې د نسل وژنې په دوام کې پر یو بل بریدونه کړي دي.

تېره اونۍ، اسرائيلي جنګي الوتکو د حدیدې په ساحلي ښار کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.

تېره میاشت د یمن په پلازمېنه صنعا کې د اسرائيلو په یوه برید کې د لومړي وزیر احمد الرحوي په ګډون ۱۲ لوړپوړي حوثي چارواکي او نهه نور وزیران ووژل شول.

د اسرائيلو او حوثیانو ترمنځ مخامختیا په داسې حال کې زیاته شوې چې په غزه کې نسل وژنه خپل دویم کال ته نږدې کېږي.

حوثیانو، چې د یمن پر لویه برخه کنټرول لري، له فلسطینیانو سره خپل پیوستون اعلان کړی او پر اسرائيلو یې بریدونه زیات کړي دي.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ