نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران په سویل ختیځ کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول
د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" ویلي چې د سپاه پاسداران پر دغو غړو د پلازمېنې تهران په ۱۱۲۵ کیلومترۍ (۷۰۰ میله) سویل ختیځ کې د "لار" ښارګوټي ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې د ګزمې پرمهال برید شوی.
د ایران په سویل ختیځ کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول
د ایران په سویل ختیځ کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول / AP

د ایران په سویل ختیځ کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول


ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې وسله والو د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستان پولې ته نږدې د سپاه پاسداران درې غړي وژلي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" ویلي چې د سپاه پاسداران پر دغو غړو د پلازمېنې تهران په ۱۱۲۵ کیلومترۍ (۷۰۰ میله) سویل ختیځ کې د "لار" ښارګوټي ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې د ګزمې پرمهال برید شوی.

ایرنا دا نه دي ویلي چې په دغه برید کې د سپاه پاسداران کوم غړی ټپي شوی هم دی که نه.

سپاه پاسداران د هغو بریدګرو په لټه کې دي چې دوی یې "ترهګر" بولي، خو هغوی لا هم تښتېدلي دي. ایرنا خبر ورکړی چې د دغه برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه ولایت چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري او د ایران له کمو پرمختللو سیمو څخه ګڼل کیږي، کله ناکله د وسله والو ډلو، د نشه يي توکو د وسله والو قاچاقبرانو او ایراني امنیتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد وي.

د اګست په میاشت کې، وروسته له هغه چې یوې ډلې پنځه ګزمه کوونکي پولیس وژلي وو، ایراني امنیتي ځواکونو یوه اونۍ وروسته په دغه ولایت کې په دریو جلا عملیاتو کې ۱۳ وسله وال ووژل.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي