سیاست
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ممداني د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټي، فدرالي بودیجه به پرې کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که په ټاکنو کې مخکښ نوماند زهران ممداني د امریکا د تر ټولو لوی ښار ښاروال وټاکل شي، نو د خپل پلرني ښار نیویارک لپاره به فدرالي مرستې محدودې کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ممداني د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټي، فدرالي بودیجه به پرې کړي
د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ممداني د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټي، فدرالي بودیجه به پرې کړي / Reuters

د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ممداني د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټي، فدرالي بودیجه به پرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که په ټاکنو کې مخکښ نوماند زهران ممداني د امریکا د تر ټولو لوی ښار ښاروال وټاکل شي، نو د خپل پلرني ښار نیویارک لپاره به فدرالي مرستې محدودې کړي.

د نظرپوښتنو له مخې، مسلمان زهران ممداني د سه شنبې ورځې د ټاکنو په درشل کې له خپل اصلي سیال، د نیویارک پخواني والي انډریو کومو څخه مخکې دی.

د امریکا جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ډیموکرات ګوند نوماند زهران ممداني د سه شنبې په ورځ د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټي، نو پر دغه ښار به فدرالي مرستې محدودې کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپل ټروث سوشل (Truth Social) ټولنیزه شبکه ولیکل: "که کمونیسټ نوماند زهران ممداني د نیویارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې وګټي، نو ډېر امکان لري چې زه به خپل ګران لومړني کور ته له اړتیا سره سم د لږ تر لږه مرستو پرته نورې فدرالي مرستې ونه کړم، ځکه د یو کمونیسټ په شتون کې دا یو وخت لوی ښار د بریا او حتی د بقا هیڅ چانس نه لري! د یو کمونیسټ په مشرۍ به وضعیت یوازې نور هم خراب شي."

ممداني، چې د نیویارک ایالت په اسمبلۍ کې د کوینز د ۳۶مې ناحیې استازی دی، د کور جوړونې د اصلاحاتو، د عامه ترانسپورت د پراختیا او د ټولنیزې هوساینې د پروګرامونو یو غږیز ملاتړی دی.

هغه ځان دیموکراتیک سوسیالیسټ بللی، خو د "کمونیسټ" هغه ټاپه ردوي چې ډیری وختونه یې محافظه کار منتقدین کاروي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د نیویارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې خپل وروستي پړاو ته ننوځي، مخکې له وخته رایه ورکول پای ته رسېدلي او له پنځه میلیونو څخه ډیر ثبت شوي رایه ورکوونکي چمتووالی نیسي چې د سه شنبې په ورځ د خپل ښار نوی ښاروال وټاکي.

نظرپوښتنې ښیي چې ممداني د نیویارک له پخواني والي انډریو کومو، او د ګارډین اینجلز (Guardian Angels) بنسټ ایښودونکي کورټیس سلیوا، چې د جمهوري غوښتونکو نوماند دی، څخه مخکې دی.

کومو، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جنسي ځورونې د یوه جنجال له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه، د جون په میاشت کې ممداني ته د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې له بایللو وروسته د خپلواک نوماند په توګه په ټاکنو کې برخه اخلي.

ټرمپ ادعا وکړه چې سلیوا ته رایه ورکول به یوازې له ممداني سره مرسته وکړي او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د کومو ملاتړ وکړي.

ټرمپ ولیکل: "که تاسو په شخصي توګه انډریو کومو خوښوئ یا نه، تاسو واقعاً بله چاره نه لرئ. تاسو باید هغه ته رایه ورکړئ، او هیله ولرئ چې هغه به یو په زړه پورې کار ترسره کړي."

اوباما ملاتړ څرګند کړ

ممداني د جون په ۲۴مه په لومړنیو ټاکنو کې په یوه قانع کوونکې بریا سره سیاسي کتونکي حیران کړل.

له هغه وخت راهیسې، د هغه نوماندۍ د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هاریس او د نیویارک والي کیتي هوکل په څیر د ګوند د ځینو مهمو غړو ملاتړ ترلاسه کړی، او هغه د کوچنیو بسپنه ورکونکو څخه پرله پسې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د ممداني په پالیسیو کې د نیویارک پر شتمنو خلکو د مالیاتو لوړول، د شرکتونو مالیه زیاتول، د ثبات لرونکو اپارتمانونو د کرایې کنګل کول او د عامه سبسایډي کورونو زیاتول شامل دي، چې دې کار د مالي ټولنې ترمنځ اندیښنې راپورته کړي چې د ښار سیالي به زیانمنه شي.

د هغه راپورته کېدل د ملي ډیموکرات ګوند لپاره خطرونه او ګټې دواړه لري، کوم چې د ځوانو رایه ورکوونکو د راجلبولو اړتیا مني خو په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اړه د ممداني د نیوکو او د هغه د دیموکراتیک سوسیالیزم له امله کیدای شي د جمهوري غوښتونکو د بریدونو پر وړاندې ډېر زیانمن شي.

د شنبې په ورځ، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د نیو جرسي د ډیموکرات والي نوماندې میکي شیریل ترڅنګ، چې د جمهوري غوښتونکي جک سیاتریلي پر وړاندې په یوې سختې سیالۍ کې ده، په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

د ممداني ویاندې ډورا پیکیک وویل: "زهران ممداني د ولسمشر اوباما د ملاتړ له خبرو او زموږ ښار ته د یو نوي ډول سیاست راوستلو د اهمیت په اړه د هغوی له خبرو اترو څخه مننه وکړه."

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو