ټرمپ : چین باید له موږ سره معامله وکړي. موږ اړتیا نه لرو چې له دوی سره معامله وکړو."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د ګمرکي تعرفو د ستونزو حل د چین په لاس کې دی.

Trump has slapped new tariffs on friend and foe since returning to the presidency this year, but has reserved his heaviest blows for China — imposing additional 145 percent levies on many Chinese imports. / Reuters

ډونلډ ټرمپ وویل چې  دا پدې باور دی چې د سوداګرۍ په اړه مذاکرات باید د  چین پلو پيل کړي، دا د چین مسؤلیت دی چې ګام پورته کړي.  د سپینې ماڼۍ په وینا، ولسمشر ټرمپ خپل دا نظر وروسته له هغه بیان کړ   چې چین يي  د بوینګ شرکت سره  د یو لوی تړون او قرارداد په ماتولو تورن کړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر ټرمپ پدې باور دی چې "توپ اوس د چین په میدان کې دی. چین باید له موږ سره معامله وکړي. موږ اړتیا نه لرو چې له دوی سره معامله وکړو."

هغې زیاته کړه: "د چین او نورو هېوادونو ترمنځ هېڅ توپیر نشته، پرته له دې چې دوی ډېر لوی دي."

د لیویټ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې ټرمپ چین تورن کړ چې د امریکا د الوتکو ستر شرکت بوینګ سره د یو ستر تړون او قراراداد نه په شاتګ کړی دی. دا تور د بلومبرګ د یوې راپور وروسته راپورته شو چې بیجینګ خپلو هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د بوینګ  شرکت څخه نورې الوتکې وانخلي.

راپور همدارنګه وویل چې بیجینګ له خپلو هوايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د امریکا له شرکتونو څخه د الوتکو اړوند تجهیزاتو او پرزو پیرودل وځنډوي.

ټرمپ په یوه پوسټ کې چې په ټروت سوشیل کې یې خپور کړی، وویل: "هغوی یوازې د بوینګ له لویې معاملې څخه شاتګ وکړ، او وویل چې دوی به د بشپړ ژمنو شوې الوتکې ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي."

هغه د بوینګ د تړون په اړه نور جزیات ورنه کړل چې هغه یې یادونه وکړه.

ټرمپ د ولسمشرۍ دویمې دورې له پیل راهیسې د خپلو متحدینو او مخالفینو پر وارداتو نوي تعرفې لګولي دي، خو د چین لپاره یې تر ټولو سخت ګامونه پورته کړي دي، چې د چین پر ډېرو وارداتو یې ۱۴۵ سلنه اضافي تعرفې وضع کړي دي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین د جرمني یوې اونیزې ته وویل چې د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ اړیکې "پیچلې" دي، وروسته له هغې چې ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفې ولګولې.

کله چې له هغې څخه د احتمالي خبرو اترو په اړه پوښتنه وشوه، فون دیر لاین وویل چې اروپایان خپل دریځ په روښانه توګه وړاندې کوي، او امریکایان هم همداسې کوي.

بلخوا، اوټاوا د سه شنبې په ورځ د موټرو جوړونکو لپاره د تعرفې معافیت وړاندیز وکړ، په دې شرط چې دوی په کاناډا کې تولید وساتي، ځکه چې د ټرمپ پالیسۍ د دې سکتور د امریکا ته د انتقال وېره راپورته کړې ده.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ بیا پر بیجینګ نیوکه وکړه، او په ټروت سوشل کې یې وویل چې چین د یوه پخواني سوداګریز تړون لاندې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. هغه داسې ښکاري چې د دواړو خواوو د تعرفو جګړې د اوربند تړون ته اشاره کوي چې د هغه په لومړۍ دوره کې شوی و.

د امریکا ولسمشر وویل چې چین یوازې "هغه برخه اخیستې چې دوی یې د اخیستلو ژمنه کړې وه" او تور یې ولګاوه چې بیجینګ د هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن ادارې ته "هیڅ درناوی" نه لري.

د کال له پیل راهیسې، ټرمپ د چین پر وارداتو سخت تعرفې لګولي دي، او د ډېرو امریکايي سوداګریزو شریکانو پر وارداتو یې ۱۰ سلنه "بنسټیزه" تعرفه وضع کړې ده.

د هغه اداره په دې وروستیو کې د دې تعرفو څخه ځینې معافیتونه پراخ کړي دي، او ځینې ټیکنالوژيکي محصولات لکه سمارټ فونونه او لپټاپونه له نړیوالو ۱۰ سلنه تعرفو او د چین پر وروستیو ۱۲۵ سلنه تعرفو څخه مستثنی کړي دي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د امریکا کروندګر به خوندي کړي، او په ټولنیزو رسنیو کې یې یادونه وکړه چې دوی اکثره وخت د چین په څېر د مخالفینو سره د سوداګریزو شخړو پر مهال "د لومړۍ کرښې په وړاندې" کېښودل کېږي.

ډېری چینایي واردات لا هم د ۱۴۵ سلنه اضافي تعرفې سره مخ دي، یا لږ تر لږه د ۲۰ سلنه پخوانۍ تعرفې سره چې ټرمپ د چین د فینټانیل د عرضه کولو په تور لګولې وه.

په ځواب کې، بیجینګ د امریکا د کرنیزو توکو پر وړاندې متقابل تعرفې معرفي کړې، او وروسته یې د امریکا پر وارداتو ۱۲۵ سلنه پراخه تعرفه ولګوله.

د بوینګ ونډې د سه شنبې په ورځ ۲.۴ سلنه ټیټې شوې.