بریتانیا په شاهي حربي پوهنتون کې د اسرائیلي وګړو پر داخلې بندیز ولګول شو.
د ټیلیګراف د راپور له مخې، بریتانیا به نور اسرائیلي پوځي پرسونل د دفاعي مطالعاتو شاهي کالج ته، چې د دغه هېواد له تر ټولو معتبرو دفاعي اکاډمیو څخه یوه ده، ونه مني او د دې پرېکړې لامل یې په غزه کې د اسرائیلو عام وژنه ښودلې ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړه چې له راتلونکي کال څخه به دغه کالج ته د اسرائیلو لاسرسی بند شي؛ دا هغه کالج دی چې له ۱۹۲۷ کال راهیسې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لوړپوړي افسران او چارواکي روزي.
د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې اسرائیلیان په رسمي توګه له دغه بنسټ څخه منع کیږي، کوم چې د وینسټن چرچیل له لوري د پوځي او ملکي مشرانو ترمنځ د نړیوال تفاهم د پراختیا په موخه جوړ شوی و.
د دفاع وزارت یوه ویاند په غزه کې د اسرائیلو کړنې "ناسمې" وبللې او ویې ویل چې حکومت له همدې امله دغه کالج ته د دوی د لاسرسي د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
دې پرېکړې په اسرائیل کې سخت غبرګونونه را وپارول. د اسرائیل د دفاع وزارت عمومي رئیس، امیر بارام، چې د همدې کالج فارغ هم دی، دا پرېکړه "په جګړه کې له یوه متحد سره د ژورې بې احترامۍ او بې وفایۍ عمل" وباله.
بارام د دفاع وزارت ته په خپل استولي لیک کې دا پرېکړه "یو تبعیضي عمل" او "د بریتانیا د زغم او سالم عقل له دود څخه یو شرموونکی انحراف" بللی دی.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې شاوخوا ۶۵۰۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اسرائیلو د غزې لویه برخه په کنډوالو بدله کړې او نږدې ټول اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.