نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روبیو د ارمنستان او اذربایجان د سولې تړون ملاتړ کوي، په سیمه ییز ثبات ټینګار کوي
له دې مخکې، اذربایجان او ارمنستان په جلا توګه د سولې د تړون د مسودې په اړه د یوې موافقې اعلان وکړ چې موخه یې د لسیزو اوږدې شخړې پای ته رسول او د باکو او یریوان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګول دي.
00:00
روبیو د ارمنستان او اذربایجان د سولې تړون ملاتړ کوي، په سیمه ییز ثبات ټینګار کوي
/ Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې تړون د موافقې هرکلی وکړ، او د سیمې د دوامداره امنیت او هوساینې اهمیت یې په ډاګه کړ، د بهرنیو چارو وزارت په وینا.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټامي بروس، د سه شنبې په ورځ د روبیو او د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان ترمنځ د ټیلیفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل: "وزیر د اذربایجان سره د سولې تړون د موافقې هرکلی وکړ او د دوامداره سولې اهمیت یې په ګوته کړ ترڅو د سیمه ییزو شخړو کړۍ ماته کړي او د سویلي قفقاز لپاره امنیت او هوساینه راولي."

روبیو او پاشینیان دواړو موافقه وکړه چې په سویلي قفقاز کې د هر ډول کړکېچ زیاتوالی د منلو وړ نه دی، د بیان په وینا. دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې چې د ستراتیژیکو شریکانو په توګه یې لري او د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا ژمنه یې بیا تازه کړه، په بیان کې زیاته شوې.

دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې اذربایجان او ارمنستان په جلا توګه د سولې تړون د مسودې په اړه د موافقې اعلان وکړ چې د څو لسیزو اوږدې شخړې ته د پای ټکی کېږدي او د باکو او یریوان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي