نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دې په بیانولو سره چې که څه هم ځینې هېوادونه په غزه کې د سولې د تامینېدو ادعا کوي، خو سیمې ته بشري مرستې نه دي رسېدلي، ټینګار وکړ چې په غزه کې روان انځور خورا د شرم وړ دی.
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ماکرون

ایمانوئل مکرون د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو  د ۸۱مې عمومي اسامبلې په غونډه کې خپلو خبرو کې وویل چې ټول د امپریالیزم او زورواکۍ د بېرته راستنېدو په اړه خبرې کوي.

«د سولې جوړولو لپاره باید بیا په کلکه اراده ګامونه پورته کړو»

مکرون د جګړې، سولې او ټیکنالوژۍ په برخه کې د پياوړو زبرځواکونو لخوا پر نورو د خپلو قوانینو د تپلو پر وړاندې د عدالت او ګډو ګټو د خوندیتوب غوښتنه وکړه او پاملرنه یې دې ته واړوله چې په نړۍ کې د نه حل کېدونکو جګړو او بحرانونو کچه لوړه شوې ده.

ایمانوئل مکرون دې ته په اشارې سره چې نړیوال نظام د زورواکو او ځواکمنو پر نظام بدل شوی، دا پوښتنه راپورته کړه: «ایا موږ په واقعیت کې په داسې یوه نړۍ کې ژوند کول غواړو؟»

مکرون څرګنده کړه چې د جګړو پر وړاندې باید د ملګرو ملتونو منشور ته موافقې او برابرې حل لارې وپلټل شي او په دې برخه کې باید دوه ګونی معیار ونه کارول شي. هغه زیاته کړه: «موږ څو ځلې اورېدلي چې په اروپا کې د ولسونو حاکمیت او سرنوشت ارزښت لري، خو کله چې خبره افریقا ته رسېږي دا لږ ارزښتمن ګڼل کېږي؟»

«په غزه کې روان حالت زموږ د ټولو لپاره د شرم دی»

مکرون د لبنان پر بشپړ ملي حاکمیت د خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کولو سره وویل: «خو یو پیاوړی او مستقل لبنان د دې وړتیا لري چې حزب الله بې وسلې کړي او د لبنانیانو او د هغوی د ګاونډیانو امنیت تامین کړي.»

ایمانوئل مکرون د فلسطینیانو پر حاکمیت او مشروع حقونو په ټینګار سره دا لاندې ټکي روښانه کړل:

«یو کال وړاندې په دغه تالار کې ډېری هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. تاسو پر کاغذ اعتراف وکړ، خو واقعیت ته وګورئ. که موږ اقدام ونه کړو، زموږ د باور او ارادې اهمیت په څه کې دی؟ د غزې په اړه ځینې ګومان کوي چې سوله تامین شوې ده، خو دغې وضعیت د بشري مرستو رسولو لار نده پرانیستې. دا حالت د شرم انځور دی، زموږ ټولو لپاره  د شرم وړ دی.»

مکرون همدارنګ زیاته کړه چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم هره ورځ د بشري حقونو د تېریو شاهدان دي او له نقض څخه باید ډډه وشي او د فلسطینیانو مشروع حقونو ته باید درناوی وشي.

د دې په ارزیابۍ سره چې دا پرېکړې د اسرائیلو د امنیت لپاره هم لومړنی شرط دی، مکرون وویل هغه کسان چې دا فکر کوي د اسرائیلو امنیت د هغوی د ګاونډیو هېوادونو د حاکمیت په ماتولو کې دی، له لوې خطا او تېروتنې سره مخ دي.

د فرانسې مشر همدا راز د سوریې له  ملي حاکمیت او خاورې څخه د ملاتړ په څرګندولو سره وویل چې دوی د دغه هېواد د ارضي تمامیت او حاکمیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مکرون دغه څرګندونې غندلي او دا څرګندونې یې یو  بي ځایه خبرې بللي دي.

همدارنګه د اسرائیلو د مالیې وزیر بتسلئیل سموټریچ د «ایکس» (پخواني ټویټر) پر خپله پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ایمانوئل مکرون پر «دروغ ویلو» تورن کړی دی.

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي