تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائيلي جبري لوږې پر ضد د هڅو په اړه خبرې وکړې
انقرې همداشان د اشغال لاندې ختيځ بیت المقدس کې د اسرائیلي وزيرانو او ناقانونه مېشتو لخوا د الاقصی جومات پر انګړ وروستۍ چاپه غندلې ده.
د تورکیې او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائيلي جبري لوږې پر ضد د هڅو په اړه خبرې وکړې
/ Reuters

د تورکیې او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائيلي جبري لوږې پر ضد د هڅو په اړه خبرې وکړې

انقرې همداشان د اشغال لاندې ختيځ بیت المقدس کې د اسرائیلي وزيرانو او ناقانونه مېشتو لخوا د الاقصی جومات پر انګړ وروستۍ چاپه غندلې ده.

د تورکيې د بهرنيو چارو وزير، حاکان فیدان، له خپل مصري سيال بدر عبدالاطي سره ټیليفوني خبرې کړې دي، څو غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د اوربند د ترلاسه کولو هڅې وڅېړي.

د تورکيې ديپلوماتيکو سرچينو په وينا، فیدان او عبدالاطي د يکشنبې په ورځ په غزه کې د سخت بشري حالت، په ځانګړي ډول د اسرائيلو د محاصرې له امله د رامنځته شوې ډله ‌ييزې لوږې د مخنيوي هڅې او د اوربند د خبرو اترو پرمختګونه ارزولي دي.

د الاقصی پر جومات د اسرائيلي یرغل غندنه

تورکيې د اشغال لاندې ختيځ بیت المقدس کې د اسرائيلي وزيرانو، ځواکونو او ناقانونه مېشتو ډلو له‌خوا د الاقصی جومات پر انګړ وروستی یرغل په کلکه غندلی دی.

د تورکيې د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه خپره شوې اعلامیه کې ويلي، چې دا ډول اقدامات د الاقصی جومات امنيت له خطر سره مخ کوي او د ښار مقدسه پېژندنه ګواښي، دا مسئله يې نه يوازې د سيمې، بلکې د “بشر د وجدان” لپاره يوه مهمه موضوع بللې ده.

وزارت زياته کړه: "د اسرائيلو منظمې پاروونکې کړنې او د الحاق وروستۍ غوښتنې د دوه دولتونو پر حل بنسټيز بريد دی او د سولې لپاره هیلې په ژوره توګه زیانمنوي."

انقرې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه تکرار کړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دوه دولتونو پر بنسټ د دايمي سولې د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"