ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) لیکلي: «ځکه چې هغې د سوګند خوړلو لپاره مستعار او جعلي نوم کارولی، زه انګېرم چې هغه باید همدا سمدستي له کانګرس څخه استعفا وکړي.»
ټرمپ ادعا وکړه چې په ګانګرس کې د مینی سوټا استازې اصلي نوم «الهان نور سعید علمي» دی، چې د هغې د پخواني مېړه «احمد نور سعید علمي» له کورني نوم سره شريک دی.
هغه زیاته کړه چې عمر په ښکاره ډول پر درغلي اعتراف کړی او له د استازو د خونې له رئیس مایک جانسن (Mike Johnson) څخه یې وغوښتل چې د هغې د څوکۍ خالي کېدل په رسمي توګه اعلان کړي.
مګر الهان عمر داسې کوم اعتراف نه دی کړی او هیڅ یوې محکمې تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې هغې جعلي هویت کارولی دی.
«په بشپړ ډول ناسم تور»
د ټرمپ دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۱مه د عدلیې وزارت د محکمې له هغې دوسیې وروسته راپورته شوې چې په واشنګټن ډي سي کې د عمر پر کور له فدرالي پلټنې سره تړاو لري، او په هغې کې مېرمن عمر د «الهان نور سعید علمي، مشهوره پر الهان عبدالله عمر» په توګه پیژندل شوې ده.
څارنوالانو دا توضیحات نه دي ورکړي چې ولې یې دا مستعار نوم کارولی، او د محکمې په اسنادو کې دا نه ده ثابته شوې چې عمر کومه درغلي کړې ده.
د دغې استازې یوه ویاند فاکس نیوز ته وویل: «دا ادعا په بشپړ ډول غلطه ده. الهان عمر د هغې حقیقي او اصلي نوم دی.»
فدرالي مامورینو د اکتوبر پر ۱۲مه د هغې پر کور د کډوالۍ او تابعیت په اسنادو کې د احتمالي ناسمو بیانیو د څېړلو لپاره چاپه وهلې وه.






















