د اسرائیل په ځینو برخو کې د خطر زنګونو (سایرنونو) غږېدو سره هممهاله، ایران د توغندیو څپې پیل شوې.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران ویلي، دغه برید د اسرائیل په مرکزي او جنوبي برخو کې د تل ابیب او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو په ګډون اهداف په نښه کړي او ادعا یې کړې چې دا برید "په بشپړ بریالیتوب" سره ترسره شوی دی.

By
د اسرائیل په ځینو برخو کې د خطر زنګونو (سایرنونو) غږېدو سره هممهاله، ایران د توغندیو څپې پیل شوې. / TRT Balkan


د ایران سپاه پاسداران وايي، دغه برید د اسرائیل په مرکزي او جنوبي برخو کې ځینې اهداف، د تل ابیب او په سیمه کې د امریکا پوځي اډو په ګډون، په نښه کړي او ادعا کوي چې دا برید "په بشپړ بریالیتوب" سره ترسره شوی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران پر اسرائیل د توغندیو پنځمه څپه پیل کړې ده.

د اسرائیل ۱۲م چینل راپور ورکړی چې په بیت المقدس، الجلیل او حیفا کې د خطر زنګونه (سایرنونه) غږېدلي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران ویلي، دغه برید د اسرائیل په مرکزي او جنوبي برخو کې د تل ابیب او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو په ګډون اهداف په نښه کړي او ادعا یې کړې چې دا برید "په بشپړ بریالیتوب" سره ترسره شوی دی.

سپاه پاسداران ویلي چې دا څپه لا هم روانه ده او یو شمېر درانه، څو سرګلوله‌لرونکي بالیسټیک توغندي او همدارنګه لنډواټنه بې‌پیلوټه الوتکې یې کارولې دي.

د اسرائیل ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د شنډ شویو توغندیو یا سرګلولو ټوټې د اسرائیل په شمال کې د حیفا په خلیج او د شفرعام په ښار کې غورځېدلې دي.

د اسرائیل یدیعوت احرونوت ورځپاڼې دا هم راپور ورکړی چې ایران په تېر یو ساعت کې پر اسرائیل یو شمېر داسې توغندي توغولي چې خوشه يي سرګلولې یې لرلې.

د اسرائیل بېړنۍ طبي خدماتو ادارې، مګین ډیویډ اډوم، ویلي چې له حیفا څخه د کومې مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او په بیت المقدس او شاوخوا سیمو کې یې هم کومه غیر معمولي پېښه نه ده ثبت شوې.

یوه ویاند ویلي چې ډلې یې د هغو کم شمېر کسانو درملنه کوي چې پټنځایونو ته د تېښتې پرمهال ټپیان شوي او یو شمېر نور چې له رواني اضطراب سره مخ دي.

سیمه‌ییز کړکېچ له هغه وروسته زور اخیستی، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې تر دې دمه یې د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه‌اي په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژلي دي.

ایران د دې بریدونو په ځواب کې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې اسرائیل، اردن، عراق او هغه خلیجي هېوادونه یې په نښه کړي چې د امریکا پوځي شتمنۍ پکې دي. دغو بریدونو مرګ‌ژوبله اړولې، بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان رسولی او په ورته وخت کې یې نړیوال بازارونه او د هوايي چلند چارې ګډوډې کړې دي.