نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د سویلي کوریا ولسمشر د نتنیاهو د نیولو د حکم پر عملي کولو د غور غوښتنه وکړه
د سویلي کوریا ولسمشر لي جای میانګ د غزې په لور د مرستو د هغې کښتۍ نیول وغندل چې دوه سویلي کوریایي فعالان په کې سپاره وو؛ هغه د اسرائیلو د اقداماتو قانوني بنسټ تر پوښتنې لاندې راوست.
د سویلي کوریا ولسمشر د نتنیاهو د نیولو د حکم پر عملي کولو د غور غوښتنه وکړه
د سویلي کوریا ولسمشر د نتنیاهو د نیولو د حکم پر عملي کولو د غور غوښتنه وکړه

د سویلي کوریا ولسمشر، لي جای میانګ د چهارشنبې په ورځ وویل چې سیول باید د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د نیولو د حکمونو په اړه غور وکړي. هغه په ورته وخت کې د اسرائیلي پوځ لخوا د غزې په لور د مرستو د هغې کښتۍ نیول په کلکه وغندل چې سویلي کوریایي فعالان په کې سپاره وو.

د "چوسن ډیلي" (The Chosun Daily) د راپور له مخې، لي د کابینې په یوه غونډه کې د "ګلوبل صمود  کاروان د درولو قانوني بنسټ تر پوښتنې لاندې راوست او ویې پوښتل چې ایا دا کښتۍ د اسرائیلو ساحلي اوبو ته ننوتې وه او که یې کومه پېژندل شوې پوله تر پښو لاندې کړې وه؟

هغه وویل: «نږدې ټولو اروپایي هېوادونو د نتنیاهو د نیولو حکمونه صادر کړي او اعلان یې کړی چې که هغه د دوی خاورې ته ننوځي، وبه یې نیسي. موږ باید پر دې موضوع هم غور وکړو.»

هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه نړیوال معیارونه شتون لري، مګر اسرائیل دا ټول تر پښو لاندې کوي. دوی باید پر اصولو ولاړ وي؛ موږ دا حالت د ډېر وخت لپاره زغملی دی.»

لي وویل: «د هغو کښتیو د نیولو یا ډوبولو قانوني بنسټ څه دی چې زموږ هېوادوال په کې سپاره دي او غزې ته د رضاکارانه مرستو لپاره ځي؟ ایا د نړیوالو قوانینو له مخې پر غزې د اسرائیلو برید او اشغال غیرقانوني نه دی؟»

په ځواب کې، د ملي امنیت سلاکار "وي سونګ لاک" وویل: «دا موضوع څېړنې ته اړتیا لري... دا جګړه د حماس لخوا پر اسرائیلو له برید او د نږدې ۲۰۰۰ کسانو له وژلو وروسته پیل شوه، چې په پایله کې یې اسرائیل پر سیمه پوځي کنټرول ولګاوه.»

له دې وروسته لي وپوښتل چې ایا غزه د اسرائیلو خاوره ده؟ وي په ځواب کې وویل: «دا د اسرائیلو خاوره نه ده.»

لي وویل: «ایا موږ باید اعتراض ونه کړو؟ ایا د جګړې پر مهال هم د دریم هېواد کښتۍ نیول کیدی شي؟ دا یوازې د قانون خبره نه ده، بلکې د عادي عقل خبره ده، سمه ده؟»

د اسرائیلي سمندري ځواکونو لخوا پر نیول شویو کښتیو کې دوه سویلي کوریایي وګړي سپاره وو. دا کاروان چې له ۵۰ څخه ډېرې کښتۍ په کې وې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې د مارماریس له سیمې څخه حرکت کړی و ترڅو هغه کلابندي ماته کړي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې لګول شوې ده.

تنظیم کوونکي وایي چې په دې ماموریت کې ۴۲۶ کسانو برخه اخیستې وه، چې په هغو کې ۹۶ ترکي فعالان او د امریکا، جرمني، استرالیا، بحرین، برازیل، الجزایر، اندونیزیا، مراکش، فرانسې، سویلي افریقا، بریتانیا، ایرلنډ، اسپانیا، ایټالیا، کاناډا، مصر، پاکستان، تونس، عمان او نیوزیلینډ په ګډون د ۳۹ نورو هېوادونو ګډونوال شامل وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دا کاروان تر برید لاندې راځي. اسرائیلي ځواکونو د اپریل د ۲۹مې او ۳۰مې ترمنځ د شپې لخوا هم د یونان د کریټ ټاپو ته نږدې پر همدې کاروان برید کړی و.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه