تورکیې په غزه کې د نسل وژنې د تورونو له امله د اسرائيلو د لومړي وزیر نتنیاهو او نورو د نیولو حکم صادر کړ
د نتنیاهو تر مشرۍ لاندې اسرائيلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د نسل وژنې په ترڅ کې نږدې ۶۹،۰۰۰ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي او تر ۱۷۰،۶۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
تورکیې د فلسطین په محاصره شوې سیمې غزه کې په "نسل وژنه" کې د رول لرلو له امله د اسرائيلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او ۳۶ نورو شکمنو کسانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د استانبول لویې څارنوالۍ دفتر د جمعې په ورځ وویل چې په غزه کې د "نسل وژنې" په تور یې د بنیامین نتنیاهو په ګډون د ۳۷ شکمنو کسانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
په یوه اعلامیه کې، د څارنوالۍ دفتر ویلي چې دا حکمونه په غزه کې پر ملکي وګړو د اسرائيلو د "سیستماتیکو" بریدونو په اړه له پراخو څېړنو وروسته صادر شوي، چې دغه دفتر دا بریدونه د نسل وژنې او بشریت ضد جنایتونو په توګه یاد کړي دي.
دا څېړنې د قربانیانو او د "ګلوبل سمود فلوټیلا" (Global Sumud Flotilla) د استازو له خوا د شکایتونو له ثبتولو وروسته پیل شوې. دا یو ملکي بشري ماموریت و چې غزې ته یې د مرستو رسولو هڅه کوله خو د اسرائيلو د سمندري ځواکونو له خوا ودرول شو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د قربانیانو، عیني شاهدانو او د نړیوالو قوانینو له موادو څخه راټول شوي شواهد ښيي چې د اسرائيلو پوځي او سیاسي مشران په مستقیم ډول پر روغتونونو، مرستندویه کاروانونو او ملکي بنسټونو د بریدونو د امر او اجرا مسئول دي.
د څارنوالۍ دفتر د ځانګړو پېښو په یادولو سره، د اسرائيلي سرتېرو له خوا د شپږ کلنې هند رجب وژلو، پر الاهلي عرب روغتون بمبارۍ چې له ۵۰۰ ډېر کسان یې ووژل، او د تورکیې-فلسطین د دوستۍ پر روغتون برید ته د نورو جنایتونو ترڅنګ اشاره وکړه.
جنګي جنایتونه
په اعلامیه کې ویل شوي چې څېړنو ښودلې چې د اسرائيلو له خوا د غزې کلابندۍ "په قصدي توګه ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسېدو مخه نیولې ده"، چې دا د نړیوال قانون له مخې یو بل جنګي جنایت ګڼل کېږي.
د نتنیاهو، د دفاع وزیر اسرائيل کاتز، د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر، لوی درستیز هرزي هلیوي، او د سمندري ځواکونو قومندان ډیویډ سار سالاما په ګډون شکمن کسان په "نسل وژنه" او "بشریت ضد جنایتونو" تورن شوي دي.
څرنګه چې دا کسان اوس مهال په تورکیه کې نه دي، د څارنوالۍ دفتر له محکمې غوښتي چې د دوی د نیولو او سپارلو لپاره د نیولو نړیوال حکمونه (سرې خبرتیاوې) صادر کړي.
دا څېړنې د استانبول د پولیسو ریاست او د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په همکارۍ پرمخ وړل کېږي او لا هم دوام لري.
اعلامیه په پای کې وايي چې د تورکیې حقوقي اقدامات د نړیوال بشردوستانه قانون او د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې د خپلو مکلفیتونو پر بنسټ دي، او د جنګي جنایتونو لپاره د حساب ورکولو او په غزه کې د قربانیانو لپاره د عدالت تامینولو په برخه کې د دغه هېواد ژمنتیا تاییدوي.
تېر نوامبر، د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواف ګالنټ لپاره په غزه کې د جنګي جنایتونو او بشري ضد جنایتونو له امله د نیولو حکمونه صادر کړل.
اسرائيل همدارنګه په دې تړانګه کې د خپلې جګړې له امله د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې له قضیې سره هم مخ دی.























