نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو برید کې د ۶ پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي.
د سیمې پولیسو چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت د کوهاټ اړوند د شکردرې پر سړک د امنیتي ځواکونو یو موټر په نښه شوی دی.
پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو برید کې د ۶ پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي.
پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو برید کې د ۶ پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي. / AP

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو په یوه برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې د ۶ پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي.

د سیمې پولیسو چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت د کوهاټ اړوند د شکردرې پر سړک د امنیتي ځواکونو یو موټر په نښه شوی دی.

د پولیسو چارواکو ویلي، په برید کې ۶ پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او د ۳ ټپي پولیسو او یوه ملکي وګړي درملنه روانه ده. هغوی زیاته کړې چې له برید وروسته د پولیسو موټر ته "د وسله والو له خوا اور ورته شوی" دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې دا برید په کلکه غندلی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان  ایالتونو کې زیات شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې میشت دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر دي. BLA غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستان څخه جلا شي او بلوڅ خلک پر دې سیمه واکمن شي.

وپلټۍ
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل