اسرائیل یو ځل بیا ایران وګواښه ، که د اټومي پروګرام څخه لاس وانخلي جګړه ممکن بیا پيل شي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز، ویلي چې د ایران د اټومي او توغندیو پروګرامونو د بیا رغونې مخه باید ونیول شي، او خبرداری ورکړ  د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې بیا پیل ممکن دی.

/ Reuters

د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز، ویلي چې د ایران د اټومي او توغندیو پروګرامونو د بیا رغونې مخه باید ونیول شي، او خبرداری ورکړ  د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې بیا پیل ممکن دی.

د معاریو ورځپاڼې د راپور له مخې، کاتز د پوځ د لوی درستیز ایال زمیر او نورو لوړپوړو قوماندانانو سره د امنیتي ارزونې پر مهال وویل: "د ایران پر وړاندې د جګړې د بیا پیل امکان شته."

هغه زیاته کړه: "دا اړینه ده چې داسې پلان جوړ شي چې ډاډ ترلاسه کړي ایران خپل اټومي او توغندیزو پروژو ته بېرته راستون نه شي."

کاتز د سیمې په نورو مسایلو هم خبرې وکړې او ویې ویل: "په سیمه کې دوه خلاصې جبهې شته—غزه او یمن—چې باید د یوې قوي تهاجمي تګلارې له لارې په قاطع ډول حل شي، لکه څنګه چې په ایران، لبنان او سوریه کې ترسره شول."

د هغه څرګندونې د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جون میاشتې د  لنډ خو شدید تاوتریخوالي وروسته شوې دي.

د جون په ۱۳مه، اسرائیلو چې د امریکا  ملاتړ یې درلود، د ایران پر وړاندې ۱۲ ورځني بې‌پروا بریدونه پیل کړل، چې په کې پوځي تاسیسات، اټومي سایټونه، ملکي وګړي، لوړپوړي افسران او ساینسپوهان په نښه شول.

ایران د اسرائیلو د پوځي او استخباراتي تاسیساتو پر وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونو سره ځواب ورکړ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د جون په ۲۳مه اوربند وشو.