نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د کانادا د اونټاریو  ایالت په بیلوېل ښار کې د یوه کنیسې (د یهودانو د عبادت ځای) مخې ته په يوه وسله وال برید کې یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
کاناډا وسله وال برید

د ای بي سي نیوز (ABC News) د راپور له مخې، چارواکو خبر ورکړی چې دغه برید د یکشنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شو کله چې د یهودي ټولنې غړي د «یوم کیپور» (Yom Kippur) مذهبي مناسبت له امله د سونس اف یعقوب (Sons of Jacob) کنیسې مخې ته راټول شوي وو.

د بیلوېل د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د ځايي وخت د ماښام په شاوخوا ۷ بجو رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.

عينې شاهدانو ویلي دي چې ټپي شوی ملکي کس پخپله د برید مشکوک کس دی، خو پولیسو تر اوسه د برید د لامل او یا د دې په اړه چې ایا په ټاکلي ډول کنیسه یا یهودي ټولنه نښه شوې وه او که نه، معلومات نه دي شریک کړي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه رسمي څېړنې پیل شوې دي.

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي