د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم لسم پړاو په استانبول کې د "یوه بې مرکزه نړۍ: کله چې قوانین پای ته ورسیږي، څوک به رهبري کوي؟" تر سرلیک لاندې پیل شو.
دا فورم چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال د تورکیې د ملي راډیو ټلویزیون (TRT) لخوا جوړیږي، د استانبول د کنګرې په مرکز کې په دې لوړ پوړې غونډه کې سیاستوال، اکاډمیک شخصیتونه، ژورنالیستان، ورزشکاران، هنرمندان او د مدني ټولنې استازي سره راټولوي ترڅو مهمو نړیوالو ننګونو ته د حل لارې ولټوي.
د جمعې په ورځ د فورم په لومړۍ ورځ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو د رئیس برهان الدین دوران او د ټي آر ټي د عمومي رئیس محمد زاهد سوباچي ترڅنګ د پرانیستې وینا وکړه.
مرستیال ولسمشر جودت یلماز یوې پرانیستې غونډې ته چې سرلیک یې "تورکیه: له سیمه ییز ځواک څخه تر څو-سیمه ییز لوبغاړي پورې" و، وینا وکړه، په داسې حال کې چې د ملي استخباراتو د ادارې (MIT) رئیس ابراهیم کالن په هغه پینل کې خبرې وکړې چې سرلیک یې "غزه د نړیوال قانون او بشري ناورین په تقاطع (نښلیدونکې نقطه) کې" و.
په تېره یوه لسیزه کې، دې فورم په ۸۶ پرانیستو او ۷۶ تړلو غونډو کې د ۸۰۱ ویناوالو کوربه توب کړی دی، او د نړیوالو خبرو اترو او د نړیوالو قدرتونو د بدلونونو لپاره یې د یوه مهم ډګر په توګه رول لوبولی دی.
د سږني کال اجنډا د نهو پرانیستو غونډو او د متخصصینو د څو ګردي میزونو له لارې پر مصنوعي ځیرکتیا، د انرژۍ بحرانونو، نړیوال قانون او نړیوال اقتصاد تمرکز کوي.
په مهمو بحثونو کې په څو قطبي نظام کې د منځنیو قدرتونو، په نړیوال سیسټم کې د امریکا پر پاراډوکس (تضاد)، له جګړې وروسته د منځني ختیځ پر اقتصاد، د سمندري دهلیزونو پر جیوپولیټیک، او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر حکومتولۍ خبرې اترې شاملې دي.
د ګردي میزونو بحثونه به همدارنګه د آسیا-پاسفیک په سیمه کې امنیتي تحرکات، د ایرو-آسیا (Eurasia) ادغام، د روسیې او اوکراین جګړه، او په ټوله افریقا کې ډیپلوماسي او جیو-اکنامیک (سیاسي اقتصاد) وڅیړي.





















