نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا له منځني ختیځ څخه خپله یوه له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه بېرته باسي
د یوه راپور له مخې، متحده ایالات چمتو دي چې د USS Gerald R. Ford په نوم خپله الوتکه وړونکې کښتۍ له ۱۰ میاشتو ماموریت وروسته له منځني ختیځ څخه بېرته راوباسي.
امریکا له منځني ختیځ څخه خپله یوه له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه بېرته باسي
امریکا له منځني ختیځ څخه خپله یوه له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه بېرته باسي / AP

که څه هم دا روښانه نه وه چې دا کښتۍ  به کله بېرته ستنه شي، خو واشنګټن پوسټ د یوه امریکایي چارواکي په حواله وايي چې تمه کیږي فورډ به د مې میاشتې په نیمایي کې ویرجینیا ته ورسیږي.

د یوه راپور له مخې، متحده ایالات چمتو دي چې د USS Gerald R. Ford په نوم خپله الوتکه وړونکې کښتۍ له ۱۰ میاشتو ماموریت وروسته له منځني ختیځ څخه بېرته راوباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د ګڼو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی او تایید کړې یې ده چې دغه الوتکه وړونکې کښتۍ به په راتلونکو ورځو کې خپل هېواد ته د ستنېدو سفر پیل کړي.

دا سمدستي روښانه نه وه چې کښتۍ به کله خپل کور ته ستنېدل پیل کړي، خو راپور د یوه چارواکي په حواله وايي چې تمه کیږي دا کښتۍ به د مې میاشتې په نیمایي کې د ویرجینیا ایالت ته ورسیږي.

USS Gerald R. Ford په سیمه کې له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه یوه ده، چې نورې یې USS George H.W. Bush او USS Abraham Lincoln دي.

فورډ کښتۍ، چې شاوخوا ۴۵۰۰ سمندري سرتېري لېږدوي، په سره سمندرګي کې ده او د ایران د بندرونو په امریکایي محاصره کې برخه نه اخلي.

د راپورونو له مخې، دغه الوتکه وړونکې کښتۍ به کور ته له ستنېدو وروسته د کالو مینځلو په خونه کې د پرله پسې ستونزو او زیانونو له امله پراخو ترمیماتو ته اړتیا ولري.

د راپور له مخې، ګڼو قانون جوړوونکو د پنټاګون له مشر پیټ هیګسیت سره په یوه غونډه کې د دې الوتکې وړونکې کښتۍ مسله راپورته کړه.

د امریکا د استازو جرګې غړي ګیل سیسنیروس، له هیګسیت څخه د فورډ د

ماموریت غځولو د پایلو په اړه پوښتنې وکړې.

هیګسیت وویل چې د ماموریت غځول "یوه سخته پریکړه وه"، او زیاته یې کړه چې دا اقدام د امریکا له سمندري ځواک سره په مشوره شوی و.

دغه الوتکه وړونکې کښتۍ ۳۰۹ ورځې په ماموریت بوخته وه، چې دا د هرې عصري امریکایي کښتۍ لپاره تر ټولو اوږده موده ده.

فورډ کښتۍ د تېر کال د جون په ۲۴مه له نورفولک سمندري اډې څخه اروپا ته ولېږل شوه، مخکې له دې چې کارابین او وروسته په منځني ختیځ کې سره سمندرګي ته واستول شي.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي