تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان : زمونږ ملت د جولای په ۱۵ مه د زړورتیا او وطنپالۍ حماسي داستان ولیکه
ولسمشر اردوغان : زمونږ ملت د جولای د ۱۵ په شپه د وطنپالۍ او ډیموکراسۍ نه د دفاع په برخه کې نړۍ ته درس ورکړ
ولسمشر اردوغان : زمونږ ملت د جولای په ۱۵ مه د زړورتیا او وطنپالۍ حماسي داستان ولیکه
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا هڅې پر وړاندې د ملت د ستر بري د نهمې کلیزې په مناسبت په ملي شورا کې په جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ʺموږ د خپلو ټولو  هغو ګرانو شهیدانو روحونو ته دعا وکړه  چې زموږ د خپلواکۍ او راتلونکي نه د دفاع په خاطر يي خپل سرونه قربان کړل. زه د خپلو ټولو شهیدانو نه  چې په زړورتیا او وقار سره یې د جولای د ۱۵مې شپې پاڅون ودراوه، په ډیر درناوي سره یادونه کوم. زه خپلو هغو غازیانو نه  هم درناوی کوم چې په هغه شپه یې د خپل وطن، بیرغ او د دیني ارزښتونو د خپلو سرونو په بیه  دفاع وکړه. زه د خپلو هغو اتباعو څخه مننه کوم چې لارو ، سړکانو او واټونو ته په راوتلو سره ، د  خپل راتلونکی نه دفاع وکړه، چا چې اسارت ذلت  او د شهادت شرف  ګڼلو. زه د خپلو هغو ۷ میلیون هیوادوالو چې د هیواد نه بهر میشت دي هم مننه کوم چې زموږ لپاره یې دعا وکړه او لاریون یې وکړ، او زموږ هغو وروڼو او خویندو ته چې د تورکیې او تورکي ملت لپاره اندیښمن وو.

 

د دې مبارکې خاورې  رڼا د ځمکې مختلفې کونجونه روښانه کړي دي. هغه خاوره چې د پیړیو راهیسې د شهیدانو په وینو خړوب شوې ، هغه خاوره چې تاریخ یې جوړ کړی دی. دا ملت یو داسې ملت دی چې مظلومانو ته امید او د زرګونو کلونو لپاره دښمنانو ته ویره ورکړې ده. د چناق قلعه وروسته، هغه ملت، د خپل ټول وجود سره، د جولای د ۱۵مې په شپې یوه شانداره حماسه ولیکله، یوه کیسه چې د قیامت تر ورځې پورې به په ویاړ سره په یاد وساتل شي. دا حماسه د دې وروستۍ بیلګه ده چې موږ څومره قوي او نه ماتیدونکي یو کله چې موږ د یو ملت په توګه متحد ودریږو. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر دجال، چې خپله وروستۍ  ساه بې وطنۍ کې ورکړه او په کنده کې وغورځول شو، زموږ د ملت د زړور دریځ لخوا يي ټول شوم پلانونه شنډ او  مات شو.

 

هغه چټله جبه  چې دوی هڅه کوله زموږ هیواد په هغه شپه کې پکې ډوب کړي زمونږ د ملت لخوا د تل لپاره وچه شوه. زموږ ملت د یرغل هڅه شنډه  کړه. هغه ازموینه چې موږ د جولای د ۱۵مې په شپه په عزت سره تیره کړه زموږ په تاریخ کې یو له خورا مهمو بدلونونو څخه وه. هغه ازموینه چې موږ هغه شپه تیره کړه زموږ په تاریخ کې هیڅ ساری نلري. هغه شپه د یوې آزموینې په توګه کار وکړ. د ملت برخلیک په تیریدو کې څرګند شو. پداسې حال کې چې زموږ ملت په اتلولۍ سره مقاومت وکړ، ځینو ویل چې ډیر ناوخته دی. زموږ شهیدانو او پخوانیو غازیانو د پوځي یونیفورم لرونکو ترهګرو ته د تیریدو اجازه ورنکړه، پداسې حال کې چې نورو له لرې ننداره کوله. ځینې یواځې ننداره کوله چې څه به کیږي خو ځینو بیا د خپل وطن او بیرق په خاطر خپل سر فدا کولو.

 

موږ هغه کسان ولیدل چې واټونو او سړکاتو ته په راوتو سره حتی د وطن د دښمنانانو د ټانکونو او توپونو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې .ځینو کسانو په ډیرې زړورتیا د وطن ، بیرغ ، دیني ارزښتونو او راتلونکي په خاطر خپل سر قرباني کولو او ځینو بیا ددې پلان نیولو څه ډول ځان وژغوري. دا ټول زموږ د ملت په حافظه کې ثبت  شوي دي، هیڅکله به له مینځه لاړ نشي. هغه کسان چې د کودتا ستاینه یې کوله، هغه کسان چې د جولای د ۱۵مې کیسې ته یې سپکاوی کولو، او هغه کسان چې په خوندي ځایونو کې پټ شوي وو او له لرې ننداره کوله  د شرم سره به یاد شي. هغه کسان چې په هغه شپه یې د ملي ارادې نه د دفاع په خاطر ، دلته د دې عالي چت لاندې راټول شوي وو د ملت په زړونو کې په زرینو ټکو لیکل شوي دي. پداسې حال کې چې د تورکیې ملت په اتلولۍ سره په کوڅو کې د خپلې خپلواکۍ دفاع کوله ، تاسو هم د خپل ژوند په بیه د ډیموکراسۍ او د ملت د ارادې  څخه دفاع وکړه. لکه څنګه چې د خپلواکۍ د جګړې په ورځو کې، تاسو د ملت باور باندې سیوری نه دی اچولی. زه  د خپل ملت او ځان په استازیتوب، د پارلمان د ټولو  ټولو استازو څخه مننه کوم، پرته له دې چې د سیاسي ګوند سره تړاو ولري. خدای دې تاسو ټولو ته برکت درکړي. زموږ د شهیدانو او زموږ د غازیانو قربانۍ به  ضایع نشي. هغه له ترهګرۍ څخه پاکه تورکیه چې موږ یې ګام په ګام جوړوو، ان شاء الله، د دوی میراث به وي. زموږ هیواد به په هره برخه کې وده وکړي، او په هره برخه کې به یو نوی دور پیل شي. له ترهګرۍ څخه پاکه تورکیه به له ترهګرۍ څخه پاکې سیمې ته لاره پرانیزي.

وپلټۍ
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .