منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو تایید کړه چې له حماس څخه وروستی ترلاسه شوي مړي د اسرائیلي سرتیرو مړي دي.
د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د هغو درې کسانو مړي چې د فلسطیني مقاومت ډلې حماس د اوربند د موافقې له مخې یوه ورځ مخکې سپارلي، د اسرائیلي پوځیانو دي.
اسرائیلو تایید کړه چې له حماس څخه وروستی ترلاسه شوي مړي د اسرائیلي سرتیرو مړي دي.
اسرائیلو تایید کړه چې له حماس څخه وروستی ترلاسه شوي مړي د اسرائیلي سرتیرو مړي دي. / AA

اسرائیلو تایید کړه چې له حماس څخه وروستی ترلاسه شوي مړي د اسرائیلي سرتیرو مړي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې اسرائیلو د ۴۵ فلسطینیانو جسدونه سپارلي دي.

د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د هغو درې کسانو مړي چې د فلسطیني مقاومت ډلې حماس د اوربند د موافقې له مخې یوه ورځ مخکې سپارلي، د اسرائیلي پوځیانو دي.

په یوه پوځي اعلامیه کې ویل شوي چې دغه مړي د کرنل عساف حمامي، کپتان عمر مکسیم نیتورا او سټاف سرجنټ اوز دانیل دي. دوی ټول د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د غزې پولې ته نېږدې وژل شوي وو.

حماس د یکشنبې په ماښام د سره صلیب له لارې د دغو درېیو سرتېرو مړي د هغه اوربند د تړون له مخې وسپارل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو د غزې پلان د یوې برخې په توګه د اکتوبر په ۱۰مه نافذ شوی و.

د حماس د معلوماتو له مخې، تر اوسه یې ۲۰ اسرائیلي بنديان ژوندي خوشې کړي او د ۲۸ مړو له ډلې ۲۱ کسان یې سپارلي، چې ډېری یې اسرائیلي دي. په هرصورت، اسرائیل ادعا وکړه چې د ترلاسه شویو جسدونو څخه یو یې د دوی د ورک شویو بندیانو سره سمون نه لري.

د غزې د روغتیا چارواکي د اسوشېټېډ پرېس له قوله وايي چې، اسرائیل د ۴۵ فلسطینیانو مړي سپارلي دي.

اسرائیل د اوربند د دوهم پړاو د خبرو پیل د ټولو یرغمل شوو کسانو د مړو له سپارلو سره تړلی دی، خو حماس وايي دا بهیر وخت ته اړتیا لري ځکه په غزه کې پراخ ویجاړۍ شوې دی.

د تړون لومړی پړاو د نږدې ۲،۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د اسرائیلي یرغمل شوو د آزادېدو بندوبست لري. دغه طرحه همدارنګه د غزې د بیا رغونې او د حماس پرته د نوي اداري جوړښت د رامنځته کولو لیدلوری لري.

اسرائیل له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې نږدې ۶۹،۰۰۰ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او له ۱۷۰،۰۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړي دي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"