نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا په ایران کې پر ګڼو بڼسټونو بریدونه کړي چې له امله يي ګڼ شمېر کسان وژل شوي . همداشان تهران په ځواب کې د امریکا پر خليجي متحدينو بریدونه کړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا په ایران کې پر ګڼو بڼسټونو بریدونه کړي چې له امله يي ګڼ شمېر کسان وژل شوي .

 امریکا متحده ایالاتو پر ایران نوي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې پلونه او ترانسپورتي بنسټونه په نښه شوي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. بلخوا تهران په خلیج کې د امریکا پر متحدینو په بریدونو سره ځواب ورکړی دی.

د هرمز پر ستراتیژیکې تنګي د جګړې بیا پیل یو میاشت وروسته له هغه کیږي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره یو لومړنی تړون لاسلیک شوی و؛ دا شخړه د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د امریکا له پراخو بریدونو سره پیل شوې وه.

ایراني دولتي رسنیو د هېواد په سویلي برخه کې د ستراتیژیکې تنګي ترڅنګ، پر دوو پلونو، یوې د اورګاډي تمځای (سټېشن) او یوه هوايي ډګر د امریکا د بریدونو خبر ورکړی دی."

وانس: د نتنیاهو د رژیم ځینې غړي هڅه کوي امریکا له ایران سره د جګړې اوږدولو ته وهڅوي

"د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي وانس له جو روګن سره په یوه پوډکاسټ کې ویلي چې د اسرائیل د افراطي حکومت ځینو غړو هڅه کړې چې د امریکا عامه افکار د ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې خلاف وپاروي.

دا څرګندونې د اسرائیلي سیاستونو په اړه د وانس د پخوانیو نیوکو تکرار دی، چې ډیری یې د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند بولي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي عامه درز ښکارندویي کوي."

د ملګرو ملتونو مشر په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یوې مېشت‌ځای ته د ښار درجې ورکولو له امله "سخت اندېښمن" دی

"د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې انتونیو ګوترش د 'ګوات زییف' غیرقانوني مېشت‌ځای ته د ښار درجې ورکولو په اړه د اسرائیل پر پریکړې 'سخت اندېښمن' دی.

دوجاریک ټینګار وکړ چې دا اداري نومول د نړیوالو قوانینو له مخې د 'ګوات زییف' قانوني حیثیت نه بدلوي او دا لا هم د اشغال شوې فلسطیني خاورې برخه ده."

روسیې له اوکراین سره د شخړې په هوارولو کې د همکارۍ لپاره له تورکیې مننه وکړه

"کرملین له تورکیې څخه مننه کړې چې له اوکراین سره د جګړې د سوله ییز حل په برخه کې یې د اسانتیاوو برابرولو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د کرملین ویاند ډیمیتري پسکوف ویلي چې روسیه د انقرې د منځګړیتوب هڅې ستايي او د هغوی د ملاتړ منندوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې مسکو د خبرو اترو د بیا پیل لپاره کوم نږدې امکان نه ویني، خو د خبرو لپاره چمتو دی."

د شانګهای تړون پر بنسټ د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان جوړ شو

"۲۹ هېوادونو د چین په شانګهای کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان جوړ شي.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د ۲۹ هېوادونو استازو چې پکې قزاقستان، لاوس، پاکستان، روسیې او اندونیزیا شامل دي، دا تړون لاسلیک کړ.

دغه لاسلیک کوونکي د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ بنسټ اېښودونکي غړي شول."

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی