نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
جمعې لمونځ او د غزې په اړه د څرګندونو په امله له دندې ګوښه شوی مسلمان افسر بیرته په دنده وګمارل شو
د المان یوې محکمې د یونس امره یار په نامه یو تن مسلمان تورکي الاصله الماني  افسر ته چې د جمعې لمونځ کولو، حلال خوړو او غزې په اړه د څرګندونو له امله له پوځ څخه اخراج شوی وو بیرته په دنده د ګمارولو حکم وکړ.
جمعې لمونځ او د غزې په اړه د څرګندونو په امله له دندې ګوښه شوی مسلمان افسر بیرته په دنده وګمارل شو
/ Reuters

د المان یوې محکمې د یونس امره یار په نامه یو تن مسلمان تورکي الاصله الماني  افسر ته چې د جمعې لمونځ کولو، حلال خوړو او غزې په اړه د څرګندونو له امله له پوځ څخه اخراج شوی وو بیرته په دنده د ګمارولو حکم وکړ. همداشان محکمې د مذهبي اعتقاداتو له امله له پوځ څخه د هغه د اخراج پریکړه ناسمه او بې ځایه وبلله او د اخراج له ورځې څخه په دنده د بیا ګمارولو تر ورځ پورې ددې مودې د ټولو معاشاتو او امتیازاتو د ورکولو حکم وکړ.

یار چې څلور کاله یې د آلمان په پوځ کې خدمت کړی و، د پوځ د استخباراتو لخوا د اوږدې مودې څارنې لاندې ونیول شو او وروسته له دندې ګوښه شو. پر هغه تورونه لګېدلي وو چې هغه په منظمه توګه د جمعې لمونځونو کې ګډون کاوه، حلال خواړه یې خوړل، د اسرائیلو کړنې یې په غزه کې "نسل وژنه" بللې، د غشې ویشتنې په یوه کلب کې یې ګډون کړی و، او د هغه د پلار سیاسي ګوند سره تړاو درلود.

د مونیخ اداري محکمې دغه تورونه بې بنسټه وبلل او پریکړه يي  ورکړه چې د یار هېڅ کړنې یا اړیکې د المان د  اساسي قانون د اصولو یا د پوځ مقرراتو سره په ټکر کې ندي. محکمې دا هم وویل چې د یار لخوا د اسرائیلو بریدونه په غزه کې د "جګړې جرمونه" او "نسل وژنه" بلل د هغه د شخصي نظر څرګندولو حق دی او د هغه د دندې په ترسره کولو کې یې خنډ نه دی جوړ کړی. له همدې امله، محکمې د هغه بېرته ګمارنه او د هغه د معاش بشپړ بېرته ورکول امر وکړ.

د یار وکیل، یالچین ټیکین اوغلو، انادولو خبري اژانس ته وویل چې د هغه موکل د کلونو منظم خدمت سره سره د پرله پسې تحقیقاتو سره مخ و. ټیکین اوغلو وویل چې یار ته په ناحقه ډول "افراطی ملتپال"، "اسلامپال" یا "یهود ضد" نومونه ورکړل شوي وو.

د محکمې د پرېکړې وروسته، د یار پوځي رتبه او معاش بېرته ورکړل شول. خو د آلمان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دې پرېکړې پر وړاندې به اپیل وکړي. ټیکین اوغلو وویل: "زما د موکل د جمعې لمونځونو کې ګډون یا حلال خواړه خوړل افراطیت نه دی. دا د مذهبي آزادۍ طبیعي څرګندونې دي. د دې کړنو په اساس د ګوښه کولو دلیل راوړل د اساسي قانون او بنسټیزو بشري حقونو خلاف دی." هغه زیاته کړه چې پوځ د یار د غشې ویشتنې کلب غړیتوب هم د هغه په دوسیه کې شامل کړی و. "داسې دلایل باید هېڅکله د یو کس مسلکي راتلونکی ونه ټاکي."

ټیکین اوغلو زیاته کړه چې دا قضیه په پراخه کچه د سیسټماتیک تبعیض انعکاس کوي چې نه یوازې په پوځ کې سرتیري بلکې په آلمان کې د ترکي الاصله ښوونکو، دولتي کارکوونکو، او عامه کارمندانو باندې هم اغېز کوي. هغه وویل: "د ترکي الاصله ښوونکو، بهرنیو ښوونکو، او د حجاب لرونکو ښوونکو سره په پرله پسې ډول د نژادي او تبعیضي چلند قضیې مخې ته راځي. د دوی ټولګي محدودېږي، نورو ښوونځیو ته لیږدول کېږي، یا ورته بېلابېلې دندې ورکول کېږي. له بده مرغه، دا یوه دوامداره ستونزه ده."

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې