نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچز د اسرائیلو د دفاع وزیر د ټولنیزو رسنیو له څرګندونو وروسته د فلسطین د بیرغ رپولو منتقدین "لېوني" یا "د خپلې بې شرمۍ له امله ړانده" وبلل.
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم' / Reuters

د اسپانیا سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچز د اسرائیلو د دفاع وزیر د ټولنیزو رسنیو له څرګندونو وروسته د فلسطین د بیرغ رپولو منتقدین "لېوني" یا "د خپلې بې شرمۍ له امله ړانده" وبلل.

لومړي وزیر پیدرو سانچز ویلي، د بارسلونا ستوري لامین یامال د بریا په یوه رسم ګذشت کې د فلسطین د بیرغ په رپولو سره اسپانیا "ویاړلې" کړې، هغه اقدام چې د "کرکې د هڅولو" په اړه یې د اسرائیلو بې ځایه تورونه راوپارول.

دغه ۱۸ کلن مشهور فوټبالر د لالیګا په اتلولۍ کې د بارسلونا د لوبډلې د دویم پله پسې اتلولي د ګټلو د لمانځلو په موخه د دوشنبې په ورځ په بارسلونا کې د خلاص بس په رسم ګذشت کې د فلسطین د بیرغ په رپولو سره د ټولې نړۍ پام ځانته راواړو.

د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز د پنجشنبې په ورځ د اسپانیا پر دغه ستوري سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغه د خپل هېواد پر وړاندې د "کرکې هڅولو" لاره غوره کړې.

کاتز په اسپانیوي ژبه پر اېکس (ټویټر) ولیکل: "هیله لرم چې د بارسلونا په څېر یو لوی او د درناوي وړ کلب له دغو څرګندونو څخه ځان لرې کړي او په ډاګه کړي چې د ترهګرۍ لپاره د هڅونې یا ملاتړ ځای نشته."

سانچز، چې د اسرائیلو یو سخت منتقد دی او په غزه کې یې د اسرائیلو کړنې "نسل وژنه" بللې، د یامال په دفاع کې اسرائیلو ته ځواب ووایه.

هغه پر اېکس ولیکل: "هغه کسان چې فکر کوي د یوه دولت د بیرغ رپول 'کرکه هڅوي'، یا یې خپل عقل له لاسه ورکړی او یا هم د خپلې بې شرمۍ له امله ړانده شوي دي."

سانچز زیاته کړه: "لامین یوازې له فلسطین سره هغه پیوستون څرګند کړ چې میلیونونه اسپانویان یې احساسوي. دا د هغه پر وړاندې د ویاړ کولو یو بل دلیل دی."

فلسطیني هنرمندانو په غزه ښار کې د فوټبال د ستوري لامین یامال یو دیوالي انځور کښلی دی.

په غزه کې دیوالي انځور

د فلسطین له قضیې څخه د یامال ملاتړ - چې په اسپانیا کې پراخ محبوبیت لري - په محاصره شوې غزه کې له پامه نه دی غورځېدلی.

د فرانس پرس اژانس یوه خبریال لیدلي چې په دې ډېره ویجاړه شوې سیمه کې د کډوالو په یوه کمپ کې هنرمندانو پر کنډوالو یو دیوالي انځور کښلی چې یامال په کې د فلسطین بیرغ رپوي.

د بارسلونا روزونکي هانسي فلیک وویل چې د یامال کړنې یې "نه خوښېږي"، خو ومنله چې "که هغه غواړي دا کار وکړي، دا د هغه پرېکړه ده."

د اسپانیا او اسرائیلو ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۳ کال کې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له پیل راهیسې خرابې شوې دي. وروسته له هغې چې مادرید په ۲۰۲۴ کال کې فلسطین په رسمیت وپېژانده، اسرائیلو خپل سفیر بېرته وروغوښت، په داسې حال کې چې اسپانیا په مارچ میاشت کې په تل ابیب کې خپل لوړپوړی استازی په رسمي ډول له دندې ګوښه کړ.

 

وپلټۍ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
اسرائیلو د اوربند سربيره په سویلي لبنان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې روغتیايي کارکوونکی وواژه
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران ډرون برید د کویټ نړیوال هوايي ډګر ته زیان اړولی؛ څو کسان یې ټپیان کړي او الوتنې یې ځنډولې دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سوداګرۍ او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اندونیزیا ته ورسید
د روسیې تر ولکې لاندې دونیتڅک کې پر یو بس د اوکراین په ډرون برید کې ۷ کسان ووژل شول
روبیو: د نتنیاهو لخوا د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو پلان د ټرمپ له پلان سره په ټکر کې دی