افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۲مې پورې له پاکستان سره په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده / Reuters

یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۲مې پورې له پاکستان سره په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پوځي نښتو خپله شپږمه ورځ بشپړه کړه.

د دغو دوو جنوبي اسیايي اسلامي هېوادونو ترمنځ پوځي کړکېچ د سه شنبې په ورځ هم په لوړه کچه و؛ افغانستان ادعا کړې چې د کندهار په سیمه کې یې د پاکستان یوه بله پوسته نیولې ده او د دغو پخوانیو متحدینو او اوسنیو دښمنانو ترمنځ جګړه «لا هم روانه ده».

یوناما ویلي چې په ملکي تلفاتو کې هغه کسان شامل دي چې د پولې پورې غاړې نښتو کې د غیر مستقیمو ډزو او همداراز د هوايي بریدونو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې ده. دې ادارې زیاته کړې چې دا شمېرې «لومړنۍ» دي.

دا جګړه  چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته بلل کېږي  تېره اونۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د افغانستان طالب چارواکو وویل، په افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې پر پاکستاني تاسیساتو غبرګوني بریدونه کړي دي.

افغانستان وايي پاکستاني ځواکونو ملکي وګړي په نښه کړي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

اسلام اباد په تېره اونۍ کې د طالبانو پر پوځي مرکزونو له هوا څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي توغولي او حتا د لومړي ځل لپاره یې نېغ په نېغه د طالبانو حکومت په نښه کړی دی. پاکستان ادعا کوي چې د دوی پر خاوره بریدونه له افغان خاورې تنظیمېږي. د پاکستان امنیتي سرچینو د سه شنبې په ورځ وویل چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو یوه پوځي اډه په بریالیو هوايي عملیاتو کې ویجاړه کړې ده.

یوناما د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه
دواړو لورو د جګړې له پیل راهیسې د یو بل د لسګونو سرتیرو د وژلو او پوځي تاسیساتو ته د درنو زیانونو اړولو ادعاګانې کړي دي، خو رویټرز په خپلواکه توګه دغه شمېرې نشي تاییدولی.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د دوشنبې په ورځ د پارلمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلام اباد به اجازه ورنکړي چې ګاونډۍ خاوره د دوی پر ضد وکارول شي. هغه وویل: «د پاکستان خاوره سپېڅلې ده. موږ به هیڅ کورنۍ یا بهرنۍ ډلې ته اجازه ورنکړو چې زموږ د سولې د ګډوډولو لپاره له ګاونډۍ خاورې ګټه پورته کړي.»

یوناما د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دغه تاوتریخوالي شاوخوا ۱۶،۴۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي او د افغانستان د خلکو وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی. دغه خلک لا هم د تېر کال د اګست او سپټمبر د هغو زلزلو له اغیزو نه وو وتلي چې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

یادې ادارې زیاته کړه: «د جګړې له امله په سرحدي سیمو کې د تګ راتګ محدودیتونو د بشري مرستندویه ادارو او شریکانو وړتیا کمه کړې چې په ډېرو ځپلو سیمو کې ژوند ژغورونکې او نورې مرستې ورسوي.»

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو