د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس (WAM) د اډنوک له قوله په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دا برید د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۱۷مه نېټه ماښام مهال رامنځته شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له هرمز تنګي څخه د دوی یوه تېرېدونکې بېړۍ تر برید لاندې راغلې، چې له امله یې د بېړۍ د عملې ۱۱ غړي په بېلابېل ډول ټپیان شوي او یو تن ورک دی.
اعلامیه زیاتوي چې د ټپیانو درملنه روانه ده او د ورک شوي کس د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.
وړاندیز شوي
په اعلامیه کې د برید د څرنګوالي او بېړۍ ته د اوښتي زیان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او نښتو له امله په هرمز تنګي کې د لېږد رالېږد خنډونو د انرژۍ نړیوال بازارونه اغېزمن کړي دي.






















